په کال ۲۰۱۱ کې د طالبانو لخوا خيبر پښتونخوا شانګله سيمې څخه ۳۲ کان کيندونکي تښتول شوي ول او د هغوی بدل کې د پيسو غوښتنه شوې وه.
تښتول شوي ۳۲ کسان په دوو ۱۶ کسيزه ډلو ويشل شوي ول او دوی جلا ځايونو کې ساتل کيدل.
له ۵۲ بند وروسته ۱۶ تنه کان کيندونکي په تيښته بريالي شول ولې پاتې ۱۶ تنه نور د طالبانو لخوا ووژل شول او ټول په يو ستر قبر کې اچول شوي ول.
لس کاله وروسته د يادو وژل شوو کسانو جسدونو ځای موندنې وروسته يې جسدونه د هغوی کورنيو ته وسپارل شول.
د خيبر پښتونخوا د کاريګرو ټولنې مشر شوکت يوسفزي له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو پر مهال وويل، د وژل شوو کاريګرو جسدونو موندل به د هغوی کورنيو لپاره د زړه صبر ورکړي ځکه د نوموړو کورنيو تر اوسه د خپلو عزيزانو له مرګ او يا ژوند بې خبره ول.
نوموړي وويل، يو داسې سپين ګيري سره يې هم وليدل د چا چې د کور ۵ تنه همدې ډله کسانو کې د طالبانو لخوا وژل شوي.
حکومت د وژل شوو کان کيندونکو کورنيو سره د ۲۵ لکه کلدارو مرستې اعلان کړی.

Source: Supplied
زمونږ همکار اسلام ګل افريدي له چارواکو او هم يو له هغه کان کيندونکي سره خبرې کړي کوم چې په تيښته بريالی شوی وه.
بشپړ رپوټ واورئ.




