د روغتيا نړيواله اداره وايي، تر دوه کالو کم ماشوم باید تلویزیون یا موبایل سره هېڅ وخت تېر نکړي اوله دوه تر څلور کاله ماشوم یوازې یو ساعت لپاره تلویزیون کتلی شي.
د روغتيا نړيوالې ادارې لومړي ځل لپاره د ماشومانو د موبايل کارولو يا ټلويزيون کتلو برخه والدينو ته سپارښتنې کړي او هم يې د يادو الکترونيکي شيانو پردو مخې ته ډير وخت تيرولو ناوړه اغيزو په اړه خبرداری ورکړی.
د روغتيا نړيوالې ادارې نوو سپارښتنو له مخه والدينو ته ويلي چې هغه ماشومان د کومو عمرونه چې له دوو کلونو کم وي هغوی بايد ټلويزيون ليدو يا نورو الکترونيکي شيانو پردو مخې ته څرګند نشي او بيا هغه ماشومان کوم چې د دوو کالو او څلورو کالو ترمينځ عمر ولري هغوی بيا په يوه ورځ کې يوازې يو ساعت د ټلويزيون پردو يا موبايلو کارولو باندې تير کړي.
يادې موضوع په اړه تاسو ته بشپړ رپوټ لرو او د کارپوهانو نظر مو هم تاسو ته راخيستئ.
بشپړ رپوټ واورئ.





