اسټراليا کې اوښبه افغانانو د اسلام بنسټ کيښود او د اسلام دين خپرولو ترڅنګ يې د اسټراليا ابادولو کې هم پراخه ونډه اخيستې.
اوښبه افغانان لومړي ځل لپاره په کال ۱۸۳۸ کې اسټراليا ته راغلل او د اسټراليا ترانسپورتي سيسټم جوړولو او د اسټراليا نښلولو برخه کې يې رغنده رول ولوبوه.
د اوښبه افغانانو پاتې نسل اوس هم د اسټراليا جنوبي او مرکزي ښارونو کې ژوند کوي ولې هغوی په پښتو ژبه خبرې نشي کولی او نه هم د افغان کلتور او يا اسلام مذهب نښې په هغو کې ليدل کيږي.
لومړي ځل لپاره مو د اوښبه افغان غلام محمد دراني له لمسي سمين اکبر سره مرکه کړې.

غلام محمد دراني د خپل ورور تاج محمد درانی سره د ۱۸ پيړۍ وروستيو کې اسټراليا ته راغلي ول او اسټراليا کې د يو ترانسپورتي کاروبار جوړولو ترڅنګ يې د جوماتونو په جوړولو کې هم رغنده رول لوبولی.
غلام محمد دراني خپل کور ته چې کويټه کې وه هم سفرونه کول او وروستی ځل په کال ۱۹۳۵ کې په کويټې کې د شوې زلزلې له امله د کور ۳۵ نورو غړو سره يې هلته خپل ژوند له لاسه ورکړ.
سمين اکبر وايي، چې دده نيکه د اسټراليا په اړه ډيرې کيسې د کور نورو غړو سره شريکولې او له اسټراليا سره د کور غړو ځانګړې مينه پيدا شوې وه.
سمين اکبر په کال ۲۰۰۴ کې اسټراليا ته زده کړې لپاره راغئ او له زده کړو وروسته اوس اسټراليا کې ميشت دی او د يوې شخصي کمپنی مالک دی.

ښاغلی وايي، له کوچنيوالي يې د اسټراليا کيسې اوريدلی او ده لپاره مهمه وه ترڅو اسټراليا ته راتګ وروسته د خپل نيکه او اوښبه افغانانو په اړه لا ډير معلومات ترلاسه کړي.
ښاغلي سمين وشو کولی چې خپل نيکه او د هغه ورور په اړه لا ډير معلومات ترلاسه کړي او دا يې هم وموندله چې څومره سخت حالت کې يې نيکه او تره يې دومره ډير څه ترلاسه کړي ول.
د اسټراليا بيلابيلو کتابتونو او هم ميوزيم کې د اوښبه افغانانو په اړه ډير څه ويل شوي او اثار يې موجود دي.

د غلام محمد دراني او ورور تاج محمد دراني په اړه هم ډيرې ليکنې شوي او د هغوی ښه خدمت لپاره ورته ځيني مډالونه هم ورکړل شوي.
کله چې هغه مهال د اسټراليا لرې پرتو سيمو کې د سرو زرو کانونو موندنې هڅه کيدله نو ډيري اوروپايان به لرې پرتو سيمو کې ورک کيدل، اوښبه افغانانو به د ورک شوي کسان پيدا کول چې دې کار لپاره هم اوښبه افغانانو ډير ښه نوم درلود.
ولې د سمين اکبر په وينا، نوو راغلو افغانانو او پښتنو ډيره کې د تيرو اوښبه افغانانو په اړه څيړنې ندي کړي او نه هم د هغوی تاريخ راژوندي کولو برخه کې يې اړين ګامونه پورته کړي.
ښاغلی سمين وايي، اوس هم افغانان کولی شي ترڅو سره راټول شي او د اوښبه افغانانو تاريخ او هم تاريخي اثار راژوندي کړي.
د افغان اوښبه لمسي سمين اکبر بشپړه مرکه دلته واورئ.




