د اسامه بن لادن موندنې په تور زنداني شوي ډاکټر شکيل د وکيل وژنه دې نړيواله ټولنه وڅيړي

Dr Shakil Afridi and Osama Bin Ladin

Dr Shakil Afridi and Osama Bin Ladin Source: Pakistantoday

د اسامه بن لادن موندنه کې مرسته کوونکی پاکستانی ډاکټر ( شکيل افريدي) اوس هم زندان کې دی.


ډاکټر شکيل چې د امريکا استخباراتي ادارو سره لاس يو کړ او اسامه بن لادن يې د پاکستان ابټ آباد کې پيدا او امريکايانو ته يې په اړه معلومات ورکړل دا مهال د پاکستان حکومت په بند کې شپې او ورځې تيروي.

د ډاکټر شکيل خوشې کولو لپاره امريکا لخوا اوس هم هڅې کيږي ولې د هغه خوشې کولو برخليک ندی معلوم.

د ډاکټر شکيل خوشې کولو لپاره پاکستانی وکيل سميع الله آفريدی څلور کاله وړاندې وسله والو لخوا په ډزو ووژل شو. هغه وخت کې يوې مذهبي ډلې د هغه د وژنې مسوليت په غاړه واخيست ولې اوس د ډاکټر شکيل پخواني مرحوم وکيل کورنۍ له نړيوالې ټولنې غواړي ترڅو د هغه وژنې پيښه دې وڅيړي.

د سميع الله آفريدي کورنۍ غړي وايي چې پاکستان حکومت ورسره همکاري نه کوي او دوی دا مسله نړيوالې ټولنې ته وړاندې کوي.

پدې اړه بشپړ د اسلام ګل افريدي رپوټ واورئ رپوټ واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now