د اسټراليا حکومت درې نوې ويزې اعلان کړې

Australian Visa

New skilled occupation list announced Source: SBS

د اسټراليا درې نوو ويزو سره تاسې خپل والدين، مذهبي مشران او هم زړو کسانو پالونکي راوستلی شئ.


د اسټراليا حکومت درې نوې ويزې اعلان کړې کوم چې مهاجرو لپاره به لا ډير اسانه کړي ترڅو ځينو برخو کې خپل نږدې کسان اسټراليا ته دعوت کړي.

د اسټراليا د مهاجرت وزير ډيويډ کولمن وايي، نوې ويزې به اسټراليا کې د مهاجرو هغه غوښتنې پوره کړي کوم چې دوی له کلونو راهيسې يې په اړه کمپاين کوي.

د اسټراليا فدرال حکومت نوې ويزې اعلان کړې کوم چې مهاجرو ته به لا ډير اسانه کړي ترڅو له بهر څخه خپل واليدن، نيا او نيکه او هم اسټراليا ته راولي او هم که چيرې دوی زاړه وي  نو د خپل پالنې لپاره هم د کورنۍ غړي  اسټراليا ته نوې ويزي سره راوستلی شي.

بل داچې که کومه ټولنه مذهبي کس يا کسانو ته اړتيا ولري نو نوې ويزې سره کولی شي هغوی هم په اسانۍ سره اسټراليا ته راولي.

د اسټراليا د مهاجرت او تابعت وزير ډيويډ کولمن دا درې ويزې اعلان کړې.

لا ډيرو معلوماتو لپاره بشپړ رپوټ واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now