لومړي ځل لپاره اسټراليا کې د افغانانو تاريخ او د اسټراليا ابادولو کې د هغوی ونډې ته د يو ستر فلم له لارې پوښښ ورکړل شوی.
اسټراليا کې جوړ شوی هاليوډ فلم (The Furnace) له کلونو څيړنې او معلوماتو وروسته جوړ او د اسټراليا په ګډون نړۍ نورو هيوادونو کې نندارې ته وړاندې کيږي.
د ياد فلم جوړونکي روډريک مککی له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو دوران کې وويل، ما ډير پخوا د اوښبه افغانانو تور او سپين عکسونه ليدل ولې نور مې هغوی په اړه معلومات نه لرل، د ښاغلي په وينا دا عکسونه ډير ښکلي ول او زما پام يې ځکه ځانته کړ چې هر عکس کې راته کيسې ښکاريدې.

روډريک اسټراليا کې د افغانانو تاريخ په اړه څيړنه پيل کړه او له څلور کلونو معلوماتو راټولولو وروسته يې پرې د فلم جوړولو پريکړه وکړه.
په فلم کې د هاليوډ نامتو لوبغاړو رول لوبولی.
سره لدې چې جوړ شوی فلم ماجرا او تفريحي برخې لري ولې تر ټولو مهمه دا فلم اسټراليايانو لپاره د افغانانو په تاريخ پوهيدو لپاره لار پرانيزي او لدې سره لا ډير اسټراليايان او د نورو هيوادونو خلک افغانانو په اړه پوهه ترلاسه کړي.
ښاغلی روډريک وايي، لدې فلم ليدو وروسته به اسټراليا کې ميشت افغانان او نورې مهاجرې ټولنې ډير د فخر احساس وکړي او سر لوړي به ګرځي.
دا فلم د اسټراليا په ۱۰۴ سينماوو کې د ډيسمبر مياشت له ۱۰ نيټې نندارې ته وړاندې کيږي.
اس بي اس پښتو خپرونې سره د ياد فلم جوړوونکي روډريک مککي ځانګړې مرکه واورئ.




