د افغانستان سياسي کړکيچونو او طالبانو واکمنۍ وروسته داسې ډيرې ګونګوسې وې چې ګواکې افغانستان لوبډلې ته په روان شل اوريز نړيوال جام کې لوبيدو اجازه ورنکړل شي.
د کريکټ نړيوالې شورا لدې شرط سره چې د افغانستان لوبډله به له افغان ملي سرود او هم پخواني بيرغ لاندې خپل لوبې ترسره کوي اجازه ورکړه، د يادې شورا لدې اعلان سره دا هم ويل شوي چې د افغانستان کريکټ لوبډلې غړيتوب پر سر به د يادې شورا غړي ناسته او بحث کوي.
د امريکا غږ خبريال، کريکټ برخې پوه او ليکوال ښاغلي مطيع الله عابد نور له اس بي اس پښتو سره خبرو کې وويل، داسې ويره وه چې افغانستان لوبډله به له روان شل اوريز جام څخه پاتې شي.

افغانستان خپل لومړنۍ لوبه کې سکاټلينډ ته په ستر توپير سره ماتې وروسته د ګروپ نورو لوبډلو لپاره د خطر زنګ شو او راتلونکې لوبې چې له پاکستان، نيوزيليند، هند، نيميبيا سره يې لري کيدای شي لا نوې ګټې هم خپلې کړي.
ښاغلی عابد وايي، افغانستان لوبډله له لوړ مورال سره لوبيږي او بله خوا د محمد نبي لوبډلمشري کولی شي لوبډلې لپاره ډير ګټور ثابت شي.
د افغانستان کريکټ لوبډلې روان نړيوال جام کې لوبيدل او هم راتلونکي په اړه د ښاغلي مطيع الله عابد بشپړه مرکه واورئ.




