جبري کنټرول په ټوله نړۍ کې یوه د پام وړ مسئله ده چې عاطفي او اقتصادي ناوړه ګټې اخیستنې یې مهمې برخې جوړوي.
په کورني ناوړه چلند کې هر وخت فزیکي تاوتریخوالی نه وي شامل بلکې په دې کې ډیری وخت په جبري ډول یا هم په زور سره کنټرول شامل وي.
د روغتیا نړيوال سازمان د ژوند د شریک تاوتریخوالی د کنټرول کوونکو چلندونو په ګډون تعریفوي او اټکل کوي چې نږدې ۲۶ سلنه ښځې په بېلابېلو هېوادونو کې د خپل ژوند په اوږدو کې د خپل ژوند د شریک یا مېړه لهخوا فزیکي یا جنسي تاوتریخوالی تجربه کوي.
څېړنې ښيي چې د چلند د کنټرول او د ژوند د شریک د تاوتریخوالي د نورو ډولونو ترمنځ قوي اړیکه شتون لري. یوه څېړنه ښيي چې د سویلي افریقا په کلیوالو سیمو د واده شویو یا ګډ ژوند کونکو میرمنو ۵۵.۸ سلنه د کنټرول چلند تجربه کړی دی.
هغه ښځې چې له دې چلندونو سره مخ کیږي، ډېر امکان لري چې د خپل میړه لخوا له احساساتي، فزیکي یا جنسي تاوتریخوالي سره مخ کیږي.
د اسټرالیا د روغتیا او هوساینې انسټیټیوټ (AIHW) لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې شاوخوا ۲۳ سلنه میرمنې او ۱۴ سلنه نارینه و احساساتي ناوړه ګټه اخیستنه تجربه کړې ده.
اقتصادي ناوړه ګټه اخیستنه، د جبري کنټرول یو بل عام تاکتیک دی چې ۱۶ سلنه ښځې او ۷.۸ سلنه نارینه اغیزمنوي.
په اسټرالیا کې مېشته افغانه، شاه پري (مستعار نوم) د هغو مېرمنو له ډلې څخه ده چې اجباري کنټرول یې تجربه کړی دی.
هغه وايي: "کله چې زه پوه شوم چې زه د خپل مېړه لپاره هېڅ ارزښت او اهمیت نه لرم او هغه به د خپلې کورنۍ لپاره زما په مقابل کې درېده او هر کار به یې چې له لاسه کېده، کاوه؛ کله به چې زه خپه او زړه ماتې وم، مېړه مې به ډېر خوشالېده، ځکه همدا یې مقصد و. کله مې چې درک کړه چې زموږ جنجالونه هره ورځ ډېرېږي او په کور کې جګړه او شخړې زیاتې شوې، نو ما پرېکړه وکړه چې لاړه شم، ځان جلا کړم او طلاق واخلم، ځکه ژوند راته ډېر ستونزمن شوی و او هره ورځ جګړه وه. یوازینی حل دا پاتې کېده چې له یو بل څخه جدا شو."
میرمن شاه پري وايي چې د دوي په ژوند کې د خسر خیلو لاسوهنه د دې لامل شوې چې مېړه یې له هغې سره دښمنانه چلند وکړي او د هغې د ژوند پر ټولو چارو بشپړ کنټرول ولري.
دې هر اړخیز کنټرول دې ته اړ کړې وه چې حتی له خپلو ملګرو او خپلوانو څخه لرې واوسي او په بشپړه توګه د انزوا احساس وکړي.
"ځکه چې زموږ اړیکه د هغوی (د مېړه د کورنۍ) سره د دښمنانو په څېر ده، له همدې امله ډېره هڅه کوم چې هېڅکله له هغوی سره مخامخ نه شم. خلکو له ما سره اړیکه نه نیوله، خو دوی غوښتل چې د ملګرو او اشنایانو له لارې زما وضعیت معلوم کړي."
شاه پري وايي، کله چې پوه شوه چې د خپل مېړه لپاره هېڅ ارزښت او اهمیت نه لري او خپلې کورنۍ ته تر هغې ډېر اهمیت ورکوي، نو ویې غوښتل چې اړیکه پای ته ورسوي
خو جبري کنټرول څه شی دی او د اسټرالیا په قانون کې څنګه تعریف شوی؟
جبري کنټرول د تکراري کړنو ټولګه ده چې په کې د ژوند د ملګري یا ملګرې کنټرول، ګواښ، سپکاوی، څارنه او رواني یا اقتصادي ناوړه ګټه اخیستنه شامله ده.
دا چلندونه ډیری وختونه له فزیکي تاوتریخوالي سره مل وي. له ۵۰ سلنې څخه ډیرې ښځې چې جبري کنټرول تجربه کوي له فزیکي تاوتریخوالي سره هم مخ شوي دي.

نوریه محرابي، د صدماتو او رواني اختلالاتو د درملنې ادارې رواني مشاوره او روزونکې
اغلې محرابي له تېرو څه باندې ۳۰ کلونو راهیسې په همدې ادارې کې کار کوي چې اصلي دنده یې د مهاجرینو او پناه غوښتونکو ملاتړ کول دي. هغه د جبري ودونو په اړه وايي:
"جبري کنترول داسې ډول کنترول دی چې د تسلط او واکمنۍ دوامدار بڼه لري، او هدف یې دا وي چې قرباني له خلکو لرې او منزوي شي او د خپلواکۍ او ازاد ژوند حق ترې واخېستل شي."
په فدرالي کچه، جبري کنټرول په خپل ذات کې یو ځانګړی جرم نه دی، مګر دا د ۱۹۹۵ کال د جزا قانون، د کورنۍ تاوتریخوالي او ماشومانو د ساتنې قوانینو له مخې د سزا وړ دی.
په ایالتي کچه، ځینې ایالتونو، لکه نیو ساوت ویلز، د ۲۰۲۴ کال د جولای له لومړۍ نیټې څخه جبري کنټرول یو جلا جرم ګرځولی دی، چې اعظمي سزا یې تر اوو کلونو پورې په بند کې ده.
په ملبورن کې میشت افغان وکیل عزیزالله یوسفزی وايي:
"تر څه وخت مخکې پورې جبري کنټرول جرم نه ګڼل کېده. خو په دې وروستیو کې، وروسته له هغه چې دا په کاناډا او انګلستان کې د جرم په توګه وپیژندل شو؛ د اسټرالیا ځینې ایالتونه هم دا د جرم په توګه پیژني. یو له هغو ایالتونو څخه چې لومړی ګام یې پورته کړی د کوینزلینډ ایالت دی او دا کولی شي تر څوارلسو کلونو پورې زندان ولري. نور ایالتونه به هم د دې عمل لپاره قوانین معرفي کړي."
په اسټرالیا کې د افغان ښخو د حقونو فعاله، مریم زاهد، له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د ټولنیزو خدمتونو په سکتور کې فعاله ده او د ښځو له مختلفو ډلو سره نږدې کار کوي.
میرمن زاهد وايي چې دا پدیده د آسترالیا مېشتو افغانانو تر منځ ډېره عامه ده.
"عموماً له ښځو څخه اورو چې وایي موږ اجازه نه لرو چې په خپله خوښه جامې واغوندو، ښوونځي یا درس ته لاړ شو، او حتی خپل د کار ځای هم نه شو ټاکلی. دا ټول مسایل د شرم، ناموس او د کلتوري او کورني دودونو له مخې کنټرول کېږي."
"ځینې کورنۍ خپلو لوڼو ته اجازه نه ورکوي چې خپلې پیسې مصرف کړي یا د سنټرلینک پیسې له ځان سره وساتي، ځکه کورنۍ یې غواړي دوی کنټرول کړي تر څو ښځې مېړونو او کورنۍ پورې تړلې پاتې شي، له دې وېرې چې هغوی خرابې نشي. حتی خبرې کول، له کور څخه وتل او واده کول هم کنټرولوي."

په اسټرالیا کې د افغان ښځو د حقونو فعاله، مریم زاهد Credit: Mariam Zahid
ډیری ښځې د انزوا او مالي محدودیتونو له امله نشي کولی اړیکه پریږدي، کوم چې د فزیکي تاوتریخوالي او حتی وژنې خطر زیاتوي.
په آسټرالیا کې څیړنې ښیې چې جبري کنټرول ډیری وخت د خپل ژوند د ملګري یا ملګرې د وژنې لپاره پیل وي او د شدید تاوتریخوالي له ۹۵ سلنه څخه زیاتو قربانیانو دمخه د دې ډول کنټرول تجربه کړې ده.
سربیره پردې، دا چلند ټولنیز او اقتصادي زیانونه هم رامنځته کوي، لکه د دندې له لاسه ورکول، د ټولنیز ګډون کمیدل، جبري مالي تړاو، او د هغو ماشومانو لپاره رواني زیان چې د چلند شاهدان دي.
که چېرې تاسو او یا داسې کس چې تاسو یې پېژنۍ ، کورنی تاوتریخوالی تجربه کوي نو د 1800RESPECT ادارې ته په ۷۳۲ ۷۳۷ ۱۸۰۰ شمېره زنګ ووهئ یا له 1800respect.org.au څخه لیدنه وکړئ.
هغه کسان چې تر سخت رواني فشار لاندې کولی شي د لایف لاین ادارې ته په ۱۴ ۱۱ ۱۳ شمېره زنګ ووهي یا هم له lifeline.org.au څخه لیدنه وکړي.
په بېړني حالت کې درې صفر (۰۰۰) شمېرې ته زنګ ووهئ.
نور بنسټونه هم شته چې تاسو کولی شئ د خپلو محلي ټولنیزو مرکزونو له لارې ورته لاسرسی ومومئ.











