پټه بلا | څلورمه برخه| په کم عمر کې واده

Syrian Refugees' Young Brides

(Photo by Lynsey Addario/Getty Images Reportage) Credit: Lynsey Addario/Getty Images

د "پټه بلا" د پوډکاسټونو لړۍ په لومړۍ برخه کې د کورني تاوتریخوالي، په دویمه برخه کې د جبري ودونو او په درېیمه برخه کې د جبري کنټرول موضوع په هر اړخیز ډول و څېړل شوه. په دغه پوډکاسټ کې د کم عمره ودونو موضوع تر بحث لاندې نیول کېږي.


د کم عمره ودونو موضوع نن ورځ د بشریت یوه ستره ننګونه ده چې له ډېرو هڅو سره سره یې مخنیوی نه دی شوی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف (UNICEF) په کم عمر کې واده د هغه رسمي یا غیر رسمي تړون په توګه یادوي چې یو یا دواړه خواوې له ۱۸ کلونو کم عمر ولري.

اتلس کلونو څخه په کم عمر کې واده د بشري حقونو اصلي سرغړونه ده چې د ماشومانو حقونه تر پښو لاندې کوي. بېلابېل عوامل، لکه فقر، د ماشوم د ساتنې یا د کورنۍ د وقار د خوندي ساتلو په اړه غلط باورونه، او ناکافي دودیز یا مذهبي قوانین، ماشوم د واده له خطر سره مخ کوي.
د ماشومانو د ودونو په اړه د یونیسف د وروستي راپور له مخې، که څه هم په نړیواله کچه د ماشومانو د ودونو کچه په دوامداره توګه کمه شوې، خو له هرو هغو پنځو ښځو یوه په ماشومتوب کې واده شوې چې له ۲۰ څخه تر ۲۴ کلونو پورې عمر لري.

راپور دا هم ښيي چې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۶۴۰ میلیونه میرمنې چې لا هم ژوندۍ دي له ۱۸ کلونو څخه په کم عمر کې واده شوې دي.

راپور زیاتوي، اټکل کیږي چې هر کال ۱۲ میلیونه انجونې له ۱۸ کلونو څخه کم عمر کې واده کیږي.

د "Girls Not Brides" ادارې لخوا یو بل راپور ښيي، سره له دې چې د ماشومانو ودونو کې یو څه کمښت راغلی، د ملګرو ملتونو د دوامداره پراختیا هدف کې چې تر ۲۰۳۰ پورې دا پدیده له منځه یوسي پرمختګ خورا ورو دی.

په اسټرالیا کې، فدرالي حکومت د "ماشومانو د ودونو" په اړه رسمي ارقام نه خپروي. د کورني تاوتریخوالي او د هغې د رواني اغیزو په اړه کمپاین کونکي وايي چې دا ستونزه په دغه هېواد کې د افغانانو په ټولنه کې شتون لري.
زینب سخا د کوینزلینډ په QPASTT ادارې کې د ټولنیزو صدماتو د بیا رغونې متخصصه ده.

دا سازمان په ۱۹۹۵ کال کې د داسې یو مسلکي او ټولنیز بنسټ لرونکي بنسټ په توګه تأسیس شو چې موخه یې د شکنجې او صدماتو څخه د ژوندي پاتې شویو کسانو بیارغونه وه.

هغه وايي چې په وروستیو کلونو کې یې په کم عمره ودونو کې زیاتوالی لیدلی دی، په ځانګړې توګه د نویو راغلو کډوالو په منځ کې.

د مېرمن سخا په وینا، دغه کسان نه دي توانېدلي چې په اسټرالیا کې دغه ډول ودونه رسمي کړي یا یې په حکومت کې ثبت کړي.

هغه وايي: "په تیرو څلورو کلونو کې چې افغانان له افغانستان څخه راغلي، موږ څو داسې قضیې درلودې چې دوی په کم عمر کې واده شوي او دلته یې نشو کولی چې واده رسمي. دوی تر هغه وخته پورې انتظار وکړ چې قانوني عمر ته ورسیږي؛ بیا یې واده رسمي کړ."
Zainab Sakha (4).jpeg
زینب سخا د کوینزلینډ په QPASTT ادارې کې د ټولنیزو صدماتو د بیا رغونې متخصصه ده.
په آسټرالیا کې د واده قانوني عمر څومره دی؟

د اسټرالیا د ۱۹۶۱کال د واده قانون (Marriage Act 1961) هر هغه واده چې د دواړو لورو له بشپړ رضایت پرته ترسره شي، منع کړی دی. د دغه قانون پر اساس له ۱۸ کلونو څخه د کم عمره کسانو واده په بشپړ ډول غیرقانوني دی.

که څه هم، د ایالتونو او سیمو په کچه هم ورته قوانین شته، خو د ټولو قوانینو اصل د ۱۹۶۱ کال د واده فدرالي قانون دی.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service