لويديځ له اسلام څخه څه زده کړي؟
د اسلام راتګ سره نړۍ ته رڼا خپره شوه او هغه مهال چې د نړۍ ډير شمير نفوس د دوو امپراطوريو ظلم او غير انساني کړنو سره مخ ول سترو امپراطوريو له اسلام زده کړه وکړه او خپلو خلکو ته يې حق ورکول پيل کړل.
د اسلام راتګ وخت کې د نړۍ دوه سترې امپراطوری چې د روم او فارس وې خلک پکې له جبر او فقر سره مخ ول او ښځو حقونه تر پښو لاندې ول او حتی هغوی د زده کړو حق نه درلود.
د دوو سترو امپراطوريو وخت کې د ټولنې شتمن او فقير ترمينځ واټن ډير وه او امپراطورانو ځانونه خدايان ګڼل.
اسلام کې يو فقير هم کولی شو چې د دولت مشر سره وګوري بله خوا ښځو ته حق ورکول، ټولنه کې انصاف او عدالت دې او نورو کارونو په امپراطوريو کې حکومتي بڼې بدلې کړې او د ښځو حق ورکولو ترڅنګ بې وزلو خلکو ته هم لږ څه پام وشو او هغوی ته حق ورکړل شول.
اسلام نړۍ ته ساينس او ټکنالوژي وړاندې کړه او که هغه مهال اسلامي علماوو نړۍ ته د علم رڼا نه وه وړاندې کړې نو اوس وخت کې به انسانانو دومره پرمختګ نه و کړی.
د اسټراليا سيدني ښار کې ميشت د پوهنتون استاد ډاکټر احسان آذري اسلام او لويديځ تمدن ته کتنه کړې تاسې لا نور په زړه پوري معلومات په مرکه کې اوريدلی شئ.




