اسټراليا کې د نړۍ تر ټولو اوږد مسافر وړونکی اورګاډی د افغانانو په نوم نومول شوی

The Ghan

The mighty Ghan, circa 2006. Source: Getty

اسټراليا د نړۍ ډيرو هيوادو څخه لرې پرته يوه لويه وچه ده اوځيني ورته د يو براعظم نوم هم ورکوي. اسټراليا کې د افغانانو په ځانګړي ډول د پښتنو تاريخ ډير پخوا وختو ته رسيږي او په لومړي ځل په کال ۱۸۶۰ کې اوښبه افغانان د اسټراليا ميلبورن ښار ته راغلل او اسټراليا کې يې د توکو د ليږد او د لرې پرتو سيمو د کشف چارې پيل کړې.


شاوخوا ۱۵۰ کاله وړاندې افغانان له خپلو اوښانو سره د اسټراليا رغولو کې مهمه رول لوبولی چې تر نن د اسټراليا جنوب او شمال سيمو کې د اوښبه افغانانو نښې او پاتې نسل شتون لري.

کله چې اوښبه افغانان اسټراليا ته راوستل کيدل نو هغوی اجازه نه لرله ترڅو خپلې کورنۍ له ځانسره راولي چې بيا ځينو اوښبه افغانانو دلته اسټراليا کې له اوروپايانو او هم بومي اسټراليايانو سره ودونه وکړل او پاتې شول.

The Ghan
The Ghan Source: SBs Pashto

کله چې اسټراليا ته اوروپايان راغلل نو هغو له ځانسره اسان راوړي ول ولې د هغو اسونو د اسټراليا لويو دښتو کې د سفر کولو توان نه درلود نو ځکه د اوروپايانو اوښانو ته پام شو او هغه وخت کې افغانان د اوښانو ساتلو او هم پر اوښانو سفر کولو برخه کې ډير مهارت درلود،  نو ځکه يې افغانان له اوښانو سره اسټراليا ته راوستل.

اسټراليا کې افغانان له خپلو اوښانو سره تر ډيرو کلونو د خوراکي توکو او هم سکرو او نورو معدنو د ليږد چارې پر مخ وړلې ولې وخت تيريدو سره د اسټراليا حکومت د ريل پټلۍ جوړولو باندې پيل وکړ کوم چې د اوښبه افغانانو د کار ځای يې ونيوه.

د نړۍ يو له په زړه پورو او ښکلو اورګاډو پټلۍ څخه يوه په اسټراليا کې ده کوم چې ۲۹۷۹ کيلو متره اوږده پرته ده او د اسټراليا جنوب او شمال سره نښلوي.

بشپړ رپوټ دلته واورئ.

The ghan
The ghan Source: SBS Pashto

شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now