اسټراليا کې زرګونه پناه غوښتونکي او کډوال ژوند کوي او ځيني يې بيا پر لنډمهالو ويزو ژوند کوي کوم چې له حکومتي اسانتياوو څخه محروم هم دي.
ځيني کډوال د اسټراليا حکومتي پيسو ترلاسه کولو لپاره وړ ندي او دوی ته هم د بهرنيو اوسيدونکو په سترګه کتل کيږي.
د Host International موسسه له هغو کډوالو او پناه غوښتونو سره مرستې کوي کوم چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او حکومتي مرستې نشي ترلاسه کولی.
د اسټراليا ځيني ښارونه د کرونا ويروس محدوديتونو له امله تړل شوي او يا پکې کارونه په ټپه دريدلي او کار کوونکي حکومتي مرستو ته مخه کوي.
د Host International موسسې يوه لوړپوړې چارواکې اغلې نصيبه اکرم پر عامو خلکو او هم حکومت غږ کوي ترڅو پدې سخت وخت کې د کډوالو ستونزو ته رسيدنه وشي.
اغلې وايي، پناه غوښتونکو او کډوالو لپاره يې په سيدني ښار کې معلومات په نورو ژبو ژباړلي ترڅو دوی نوو محدوديتونو او هم روغتيايي معلوماتو باندې پوه اوسي.
تاسې د کډوالو او پناه غوښتونکو حال پدې بشپړه مرکه کې اوريدلی شئ.





