Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليا کې بې سرپرسته پښتنو ماشومانو څنګه ساتنه کولی شئ؟

Foster Care

اسټراليا کې کورني تاوتريخوالي له امله زرګونه ماشومان بې سر پرسته دي او دا پداسې حال کې ده چې حکومت همدا ماشومان د خپلو هم ژبو او هم مذهبو کورنيو ته لنډمهاله ساتنې لپاره ورکوي ولې پدې کې بيا افغان په ځانګړي ډول پښتانه ماشومان د کورنيو نه پيدا کيدو ستونزو سره مخ دي.


خپور شوی په

By Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


اسټراليا کې کورني تاوتريخوالي له امله زرګونه ماشومان بې سر پرسته دي او دا پداسې حال کې ده چې حکومت همدا ماشومان د خپلو هم ژبو او هم مذهبو کورنيو ته لنډمهاله ساتنې لپاره ورکوي ولې پدې کې بيا افغان په ځانګړي ډول پښتانه ماشومان د کورنيو نه پيدا کيدو ستونزو سره مخ دي.


اسټراليا کې Foster Care يا د ماشومانو ساتنې او پالنې عمل ډير دود دی او دا هغه مهال رامينځته کيږي کله چې په يو کور کې کورنۍ تاوتريخوالي يا شخړې رامينځته شي او بيا د يو ماشوم خونديتوب او يا سلامنتيا ته يې خطر پيښ شي نو حکومت بيا همدا ماشوم لنډمهاله بلې کورنۍ ته ساتنې لپاره ورکوي او دا تر هغه وخته پورې وي کله چې د همداغه ماشوم کورنۍ ستونزې حل شي.

دا بې سر پرسته ماشومان هغه مهال له ګڼو ستونزو سره مخ کيږي کله چې دوی داسې يو کورنۍ ته ساتنې لپاره ورکړل شي کوم چې نه د هغوی په ژبه خبرې کوي او نه هم د هغوی په مذهب وي. 

حکومت له ټولنو څخه غواړي ترڅو خپل د ټولنې ماشومانو لنډمهاله ساتنې او پالنې لپاره دې کورنۍ وهڅوي ځکه د هغو ماشومانو پالنې يا ساتنې لپاره کورنۍ شتون نه لري.

اسټراليا کې د بل چا ماشوم ساتنې لپاره تاسو ته حکومت پيسې او ځيني نور خدمتونه درکوي او د يو ماشوم ساتنې لپاره بايد له يو لړ طی مراحل څخه هم تير شئ.

د يادې مسلې لا روښانه کولو او ټولو جزياتو ترلاسه کولو لپاره مو سيدني ښار کې د  اس اس ای  ( Settlement Service International ( SSI  ادارې له کار کوونکي عبادالله امد سره مرکه کړې.

بشپړه مرکه دلته واورئ.

 

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now