Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د اسټراليا دوه لويو ښارونو کې د پښتنو کلتور نړيواله ورځ لمانځل کيږي

unnamed.jpeg

هر کال د سپټمبر په ۲۳ نيټه د پښتنو کلتور نړيوالې ورځې تر نامه لاندې د نړۍ بيلابيلو هيوادونو کې پښتانه خپل کلتور او ژ‌بې ارزښتونه لمانځي.


خپور شوی په

By SBS Pashto, Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


هر کال د سپټمبر په ۲۳ نيټه د پښتنو کلتور نړيوالې ورځې تر نامه لاندې د نړۍ بيلابيلو هيوادونو کې پښتانه خپل کلتور او ژ‌بې ارزښتونه لمانځي.


اسټراليا کې سږ کال د پښتنو کلتور نړيوالې ورځې ټولنې رضا کاران په ګډه دا ورځ د اسټراليا دوه لويو ښارونو سيډني او ملبورن کې لمانځي.

اسټراليا کې د يادې ورځې د تنظيم ډلې مشري اغلې کامله مياخيل په غاړه لري.

د اغلې په وينا، د پښتنو کلتور نړيوالې ورځې غونډو کې برخه اخيستل له وړو تر زړو پورې مهمه ده، ځکه له ژبې او کلتور سره نږدې پاتې کيدل ډيرې هويت ساتلو کې مرسته کوي.

307548600_10217389829136365_5798649893420176409_n.jpeg

سږ کال د پښتنو کلتور نړيوالې ورځې لمانځلو لپاره له باهر څخه د پښتو نامتو سندرغاړی هارون باچا سره د نورو موسيقۍ هنرمندانو دعوت شوي او په يادو غونډو کې کنسرټونه وړاندې کوي.

سيډني: شنبه د سپټمبر ۲۳

ملبورن: پنجشنبه د سپټمبر ۲۸

د اغلې مياخيل په وينا، دا غوندې کورنيو او ماشومانو لپاره ډيرې ځانګړتياوې لري او ښه تنظيم شوي او غوښتنه کوي چې پښتانه کولی شي له خپلو کورنيو او ماشومانو سره په يادو غونډو کې برخه واخلي.

داچې په غونډو کې څه تنظيم شوي او څنګه پکې ګډون کولی شئ، د اغلې کامله مياخيل بشپړه مرکه واورئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now