Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

پيښور کې پر ښوونځي د خونړي بريد پلټنې رپوټ په ۳۰۰۰ پاڼو کې سترې محکمې ته وړاندې شو

A grief-stricken Pakistani mother stands in front of a picture of her son displayed on a board in an Army Public School in Peshawar, Pakistan.

A grief-stricken Pakistani mother stands in front of a picture of her son displayed on a board in an Army Public School in Peshawar, Pakistan. Source: AP

د پیښور پر یوه ښوونځي د وسله والو طالبانو برید څخه چې یونیم سل کسان پکې ووژل شول د پلټنې رپوت يې چمتو او د پاکستان سترې محکمې ته وسپارل شو، ولې د وژل شوو ماشومانو کورنۍ اوس پر تيار شوي رپوټ شکمن دي.


خپور شوی په

By Islam Gul

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د پیښور پر یوه ښوونځي د وسله والو طالبانو برید څخه چې یونیم سل کسان پکې ووژل شول د پلټنې رپوت يې چمتو او د پاکستان سترې محکمې ته وسپارل شو، ولې د وژل شوو ماشومانو کورنۍ اوس پر تيار شوي رپوټ شکمن دي.


په کال ۲۰۱۴ ډيسيمبر مياشت کې د پاکستان پيښور ښار پر پوځي ښوونځي بريد چې پکې شاوخوا ۱۵۰ ماشومان او د ښوونځي استادان ووژل شول لا تر اوسه قرباني کورنۍ د انصاف په لټه کې دي.

له شاوخوا ۵ کاله ځنډ وروسته د پيښور سترې محکمې خپل رپوټ بشپړ او د پاکستان سترې محکمې ته يې وسپاره.

ياد رپوټ په ۳۰۰۰ پاڼو کې ليکل شوی، ولې د قرباني شوو کورنيو استازي سره لدې چې د ياد رپوټ چمتو کيدو هر کلی کوي وايي، " لکه څنګه چې د پلټنې لپاره د يو کميسيون جوړيدو غوښتنه شوې وه هغسې حکومت د دوی غوښتنه نده منلې.

فصل خان چې زوی يې ياد ښوونځي بريد کې وژل شوی او  نورو قرباني شوو کورنيو استازيتوب کوي له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو دوران کې وويل، دوی دا ويره لري چې رپوټ کې به د زورواکو فشارونو له وجې لاس وهل شوی وي.

د قرباني شوو کورنيو مدافعين وايي، ټول هغه کسان دې هم محکمې ته وړاندې شي کومو چې د يادې پلټنې مخ ته خنډونه جوړول.

پيښور کې پر ښوونځي بريد پړه د تحريک طالبان څخه جلا شوې ډلې جمعيت احرار وياند احسان الله احسان په غاړه اخيستې وه.

احسان الله احسان پاکستاني امنيتي ادارو ته ځان په کال ۲۰۱۷ کې تسليم کړ ولې د روان کال جنوری مياشت کې احسان الله احسان سره د کورنۍ يې له زندان څخه په تيښتې بريالی شو.

نور زمونږ د همکار اسلام ګل افريدي په رپوټ کې واورئ.

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now