په قطر کې د بندو دروازو تر شاه د طالب او امریکايي چارواکو ناسته، د افغانانو هیلي څه دي؟

Doha

Credit: Sebbe xy

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د نسکوریدو د نږدې دویم کال پوره کېدو سره هم مهاله، د قطر پلازمېنه دوحه یو ځل بیا د امریکا متحده ایالاتو او طالب چارواکو ترمنځ د یوې غونډې کوربه وه.


د امریکا او طالب چارواکو ترمنځ دغه دوه ورځنۍ غونډه چې د بندو دروازو ترشاه تر سره شوه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ، د افغان ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ پلاوي پکې ګډون درلود.

دغه ناسته چې د یکشنبې په ورځ پیل شوې وه پرون ناوخته پای ته ورسېده.

د طالبانو سرپرست حکومت د یادې غونډې تر پای ته رسېدو وروسته د یوې خبرپاڼې په خپرولو وویل، چې پلاوی يې په دې ناسته کې له امریکايي لوري وغوښتل څو له تورلېستونو د طالب مشرانو نومونه وباسي او پرخپلو پښو د اقتصاد درولو په موخه د افغانستان بانکي زیرمي ازادي کړي.

خبرپاڼه کې راغلي ول، په دې ناسته کې د داوړو لوریو ترمنځ د باور جوړونې او په دې برخه کې د عملي ګامونو اخیستلو، د تورو لېستونو او بندېزونو لیرې کولو، د افغانستان د اقتصادي ثبات ساتلو، د مخدره توکو پر ضد د مبارزې، د نړۍ هره برخه کې افغانانو ته د قونسلي خدماتو رسولو او بشري حقونو پر موضوعاتو هم خبرې وشوې.

د طالبانو په خپرپاڼه کې دا هم راغلي ول، چې دواړو لوریو په خپلو منځو کې د باور جوړونې په موخه د ورته ناستو پر دوام ټینګار وکړ.

د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالب پلاوی ترمنځ دغه ناسته په داسې حال کې ترسره کیږي چې افغانان د دواړو لوریو ترمنځ خبرې اترې مهمې بولې او خپلې هیلې ورسره تړي، خو د چارو یو شمېر شنونکي کې بیا ددغې ناستې په اړه بېلابېل لید لوري لري.

لا ډير نور کابل څخه زمونږ خبريال رحيم الدين اورياخيل په رپوټ کې واورئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service