د هغه افغان کډوال په اړه د هغه د مور خبرې واورئ کوم چې دوه اونۍ مخکې يې اسټراليا کې ځانوژنه وکړه

Sayed Mirwais Rohani died by suicide on Tuesday.

Source: Supplied

د افغان کډوال سعيد ميرويس روحاني له مور سره ځانګړې مرکه.


افغان کډوال سعيد مرويس روحاني په کال ۲۰۱۳ کې اسټراليا ته راغلی او بيا وروسته څلورو کلونو لپاره نوموړی د اسټراليا کډوالو توقيف ځای مانوس ايليند کې ساتل شوی وه.

مرحوم روحاني چې رواني ناروغي يې ډيره جدي وه په کال ۲۰۱۷ کې اسټراليا ته درملنې لپاره راوستل شو او برزبن ښار کې يې ژوند کاوه.

سعيد ميرويس روحاني ډاکټر وه او خپل ډاکټري يې له چين هيواد څخه ترلاسه کړې وه.

افغانستان کې څه موده ډاکټر په توګه کار ترسره کولو وروسته اسټراليا ته يې پناه راوړه ولې ده تر ژوند وروستيو پورې د اسټراليا دايمي ويزه ترلاسه نه کړه.

تيره مياشت د ميرويس مور له شاوخوا ۷ کلونو وروسته د زوی ليدو لپاره له انګلستان څخه اسټراليا ته راغلی وه.

د ميرويس مور هميشه له هغه سره ۱۶ ورځې تيرې کړې او خپل د زوی ټول حال يې له نږدې وڅاره.

کله چې يوې شپې لپاره د ميرويس مور له هغه څخه بيله شوه او کنبيرا ښار ته يې سفر وکړ ترڅو خپل ورک شوي پاسپورټ پر ځای نوی پاسپورټ ترلاسه کړي، ولې هماغې يوې شپې هر څه بدل کړل او زوی يې ميرويس ځان وژنه وکړه.

د ميرويس له مور سره مو بشپړه مرکه کړې او ټول حال مو ترې پوښتی.

بشپړه مرکه دلته واورئ.

 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service