افغانستان کې روان وضعيت، د ګاونډ او نړۍ هيوادونو اخلاص

Afghan soldiers pause on a road at the front line of fighting between Taliban and Security forces, near the city of Badakhshan, northern Afghanistan.

Afghan soldiers pause on a road at the front line of fighting between Taliban and Security forces, near the city of Badakhshan, northern Afghanistan. Source: AAP

افغانستان کې جګړې زور اخيستل، آيا له افغانستان سره د بهرنيو هيوادونو اخلاص ريښتينی دی؟


افغانستان کې سياسي او امنيتي وضعيت تر پخوا خراب شوی او نه يوازې افغانستان بلکې په سيمه کې د ځينو سياسي بدلونو شاهده يو.

دا مهال د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې جګړې زور اخيستی او د جګړې ۱۰۰ سلنه واک او کنټرول د افغان ځواکونو لاس ته غورځيدو وروسته ځيني لرې پرتې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته غورځيدلي.

د افغانستان ولسمشر په مشرۍ امريکا ته د افغان چارواکو سفر ته ډير شنونکي د يوې لاسته راوړنې په نظر ګوري ولې ځيني بيا پدې اند هم دي چې ياد سفر کې کيدای شي پر ځينو مهمو مسايلو خبرې شوي نه وي.

پخوانی افغان ديپلومات او سياسي چارو شنونکی فضل کټوازی وايي، امريکا ته د افغان حکومتي پلاوي سفر دوران کې د سولې او هم پاکستان په اړه څرګنده خبرې ندي شوي.

بله خوا په پام کې ده چېد امريکا ولسمشر سبا افغانستان په اړه يوه وينا وکړي او د ټولو پوځيانو وتلو اعلان وکړي.

امريکا افغانستان کې خپل تر ټولو لويه نظامي اډه چې بګرام کې وه داسۍ مهال افغان ځواکونو ته وسپارله چې ځيني چارواکي حتی د پوځيانو پر وتلو پوه هم نشول.

ښاغلي کټوازي اس بي اس پښتو خپرونې سره مرکه کې ويلي، د بهرنيو هيوادونو له افغان دولت سره اخلاص هم د انديښنې وړ دی.

تاسې دا او نور ډير مهم مطالب په بشپړه مرکه کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now

افغانستان کې روان وضعيت، د ګاونډ او نړۍ هيوادونو اخلاص | SBS Pashto