Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليا کې ترسره شوې څيړنه کې د پښتو او اوروپايي ژبو ترمينځ بې سارې ريښې موندل شوي

Tribal elders during traditional Jirga

پښتو ژبې ريښه ډيره کې له هند اوروپايي ژبې سره تړل کيږي ولې له څيړنو وروسته زرګونو نوو کلمو پيدا کولو سره اوس ويلی شو چې پښتو د اوروپايي ژبو مشرې خور حيثيت لري.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


پښتو ژبې ريښه ډيره کې له هند اوروپايي ژبې سره تړل کيږي ولې له څيړنو وروسته زرګونو نوو کلمو پيدا کولو سره اوس ويلی شو چې پښتو د اوروپايي ژبو مشرې خور حيثيت لري.


اسټراليا کې د پوهنتون استاد، ليکوال او څيړونکي ډاکټر احسان آذري له ۲۰۰۰ څخه ډيرې داسې پښتو کلمې پيدا کړي کوم چې له اوروپايي ژبو سره يې ريښې يو شان دي.

د ډاکټر احسان آذري په وينا، کله چې نوموړي د هغو پښتو کلمو څيړنه پيل کړه کوم چې له اوروپايي ژبو سره ورته والی لري نو ده وشو کولی چې زرګونه کلمې پيدا کړي کوم چې معنی او غږ له مخه اوروپايي ژبو ورته دي. 

ښاغلی وايي، دا د څيړنې پيل دی او لدې څخه نور څيړونکي او ژبې پوهان کولی شي دې برخې ته لا وده ورکړي ترڅو پښتو هندي اوروپايي نه بلکې پښتو اوروپايي ونومل شي او لدې سره اوروپايي څيړونکو ته لا ددې زمينه برابره شي ترڅو خپل د ژبې ريښې پښتو ژبه کې پيدا کړي.

اس بي اس پښتو خپرونې سره ځانګړې مرکه کې ښاغلي آذري د ځينو کلمو يادونه وکړه لکه، درشل، کوټ، بوټی، شکره او ژوبن کوم چې له اوروپايي ژبو سره يې غږ او معنی يو شان ده.

د اسټراليا سيدني ښار کې د پوهنتون استاد ډاکټر آذري وايي، تر اوسه يې له ۲۰۰۰ ډيرې داسې پښتو کلمې موندلې کوم چې له اوروپايي ژبو سره يې غږ او معنِ يوشان ده او د لا نورو ورته کلمو موندلو او راټولولو باندې کار کوي.

اس بي اس پښتو خپرونې سره د ډاکټر احسان آذري مرکه دلته واورئ.

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now