ښايې نن او سبا د کابل په ښاري موټرو کې د تېلو د بیو لوړیدل تر بلې هر موضوع د موټر چلوونکو او سپرلیو ترمنځ ګرمه موضوع ووسي.
موټر چلوونکي په خپلې بې وسۍ او د تېلو د بیو په لوړیدو ژاړي.
له دې ډلې یو شمېر هغوی يې له اس بي اس راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دې وروستیو کې د تېلو د بیو له لوړیدو سره يې ورځنۍ مزدوري په ټپه دریدلې او کار بار يې ټکنی شوی دی.
دوی همدارز وویل، چې د تېلو د بیو په لوړیدو سره خلک له ټکسي استفاده نه کوي، ځکه د دوی په خبره اړ دي چې کرایه لوړ کړې، خو خلک د لوړې کرایه د ورکړې توان نلري.
دا په داسې حال کې ده، چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان په بازارونو کې یو لیټر پټرول ۹۰ او یو لیټر ډیزل ۱۱۷ افغانیو پورې پلورل کېده.
پدي موضوع د چارواکو او هم کابل اوسيدونکو نظرونه واورئ.



