SKIP TO MAIN CONTENT

صوبيه خان هغه يواځينی نرښځی دې چې کورنۍ يې قبول کړی او يوې رسنۍ ته هم کار کوي

Sobia Khan
Source: Islam Gul Afridi, SBS Pashto

صوبيه خان له نورو نرښځو هم غواړي ترڅو دې خپلو کورنيو سره ګډ ژوند وکړي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Islam Gul Afridi, Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS


Skip to podcast episode content

صوبيه خان له نورو نرښځو هم غواړي ترڅو دې خپلو کورنيو سره ګډ ژوند وکړي.


صوبيه خان چې پښتون نرښځی دی د نورو نرښځو څخه جلا خپل له کورنۍ سره يوځای ژوند کوي او له خپل ژوند څخه خوښ بريښي.

صوبيه خان وايي، له ماشوموالي يې د انجونو کاليو او نورو لوبو وسايلو سره مينه وه او کورنۍ يې ورڅخه ملاتړ کاوه.

د پښتنو ټولنه کې نرښځو ته په ښه نظر نه کتل کيږي او بله خوا نر ښځي ډيره کې ښاديو کې ګډا کولو سره خپل ورځني ژوند لږښتونه پوره کوي.

صوبيه خان وايي، خپل د ژوند لږښت ګډا له لارې نه بلکې د کار کولو له لارې يې پوره کوي.

صوبيه خان د خبريالانو ټولنې غړی هم دی او ځيني بهرني سفرونه يې تر سره کړي.

صوبيه خان څه موده وړاندې امريکا ته سفر په اړه وويل، امريکا کې يې ښه ميلمه پالنه شوې او له خپلو مينه والو څخه خوښه بريښي.

صوبيه خان سره زمونږ همکار اسلام ګل افريدي مرکه کړې چې تاسې بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now