لومړي ځل لپاره د پښتو او اوروپايي ژبو ترمينځ ريښې موندل شوي

Bala Hissar

Bala Hissar Source: Bala Hissar DD

ډيري ژبپوهان پدې باور دي چې پښتو ژبه يو له لرغونو ژبو څخه ده او هم د نړۍ له ډيرو نورو لرغونو ژبو سره نږدې او ژورې ريښې لري او دا ريښې زرګونه کاله پخوا ته رسيږي.


د اسټراليا سيدني ښار کې ميشت افغان ليکوال او څيړونکی او هم د پوهنتون استاد ډاکټر احسان آذري لومړي ځل لپاره د پښتو او د وتلو اوروپايي ژبو ترمينځ د ريښو موندلو هڅه کړې.

ډاکټر احسان آذري چې د اسټراليا سيدني ښار کې په يو پوهنتون کې استاد دی د پښتو ژبې کلمو په راټولولو پيل کړی او له ژورې څيړنې وروسته په زرګونه داسې پښتو کلمې يې موندلي کوم چې ريښې يې له اوروپايي ژبو سره ورته دي.

ښاغلی وايي چې له يادې څيړنې وروسته داسې يوې پايلې ته رسيدلی چې ډيري د پښتو ژبې کلمې له اورپايي ژبو سره يوه ريښه لري.

ډاکټر آذري وايي، لدې څيړنې وروسته د پښتو او اوروپايي ژبپوهان کولی شي چې نور هندو-اوروپايي ژبو پر ځای پښتواوروپايي برخه کې څيړنه وکړي او په پښتو ژبه کې خپل د ژبو ريښې پيدا کړي.

ياده څيړنه کې د پښتو او اورپايي کلمو معنی، صوتي هستې او تاريخي ريښو ته کتنه شوې او زرګونه داسې کلمې موندل شوي کوم چې پښتو او اوروپايي ژبو ريښې يوشان ښايي.

ډاکټر آذري وايي خپل څيړنې پای کې له ډاډ سره دا ويلی شي چې نږدې دوه زره داسې کلمې يې موندلي کوم چې له اوروپايي ژبو سره يوه ريښه لري.
www.flickr.com (Joint Base Lewis McChord)
www.flickr.com (Joint Base Lewis McChord) Source: Flickr
ډاکټر آذري غواړي لدې کلمو يو قاموس چاپ کړي چې له مخه يې يادې برخې کې د لا ډيرې څيړنې لار پرانيزي.

اسټراليا کې د پوهنتون استاد ډاکټر احسان آذري سره مو مرکه کړې او پدې مرکې کې به ګڼ شمير داسې پښتو کلمې واورئ کوم چې له اوروپايي ژبو ورته معنی او غږ لري.

بشپړه مرکه دلته واورئ.

 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
لومړي ځل لپاره د پښتو او اوروپايي ژبو ترمينځ ريښې موندل شوي | SBS Pashto