ایا نړیوال اقتصاد لکه د اروپا، چین او متحده ایالات ټول د دې کال په وروستیو کې په ورته وخت کې سقوط ته ننوځي؟
د نړیوال کساد خطرونه د ورځې په تیریدو سره مخ په ډیریدو دي.
که چیرې په اوکراین کې جګړه پراخه شي په اروپا کې ناورین تقریبا ناگزیر دی ، او آلمان، چې د روسیې د تیلو او ګازو د بیرته راګرځولو لپاره یې په کلکه مقاومت کوي، په پای کې ځان پریږدي.
چین د سخت کوویډ۱۹ لاک بنديزونو او نړيوال اقتصادي ټکان وروسته داسې بريښي چې په حقیقت کې، د چین اقتصاد ممکن لا دمخه په بحران کې وي.
ټوله نړې کې د نرخونو لوړوالی خلک او هم حکومتونه انديښمن کړي او دوی هڅه کوي د مارکيټ کاربو کولو لپاره لاس په کار شي.
د امريکا په ګډون ډيرو اوروپايي هيوادونو او اسټراليا د سود نرخ لوړولو ته مخ کړې ترڅو د نرخونو لوړيدو مخه ونيسي ولې دا کار به د عامو خلکو په ورځني ژوند خپل اغيزې ولري.
اسټراليا کې له تمې لرې د توکو او خدماتو په نرخونو کې ۵.۱ سلنه لوړوالی راغلی حال داچې په ملي کچه د کار کوونکو تنخواوې پدې اندازه نده لوړې شوي.
اسټراليا کې ميشت اقتصاد پوه او څيړونکی محب اقبال وايي، د مرکزي بانکونو لخوا د سود نرخ لوړوالی به پر ټولو منفي اغيزې وشيندي.
د ښاغلي په وينا، هغه کورنۍ چې کورونو لپاره يې له بانکونو قرضې اخيستي او بله خوا هغو کاروبارونو چې له بانکونو قرضې اخيستي دا ټول به له ډير لږښت يعنې بانکونو ته پيسې ورکړې سره مخ شي.

Mohib Iqbal from Intitute for Economics and Peace at SBS Studios Source: SBS Pashto
دا مهال د اسټراليا لوی ګوندونه فدرالي ټاکنو لپاره پر کمپاين بوخت دي او همدې مياشت (می مياشت) پر ۲۱ نيټه فدرالي ټاکنې ترسره کيږي.
د لويو ګوندونو نوماندان د اسټراليايانو ورځني ژوند لږښت کمولو لپاره پلانونه وړاندې کوي ولې بيا بله خوا نړيوال نا معلوم حالت به د اقتصادي بحران مخه ونشي نيولی.
داچې اوسنی اقتصادي حالت تاسو لپاره څه معنی لري او څنګه تاسې اغيزمن کيدلی شئ، پدې اړه له معلوماتو ډکه مرکه واورئ.