د کرکټ نړيوال جام په زړه پوري پړاو ته داخل شو او د نن شپې لوبه د ډيرو هيوادونو برخليک ټاکي.
د نړيوال جام ۱ ګروپ کې انګلستان او اسټراليا وشو کولی نړيوال جام پای لوبو ته لار پيدا کړي ولې بيا ګروپ ۲ کې پاکستان لا دمخه نيمه پای لوبې ته لار پيدا کړې او نن شپې لوبه د دريو هيوادونو برخليک ټاکي.
د امريکا غږ خبريال او کرکټ برخې پوه ښاغلی مطيع الله عابد نور وايي، د نن ورځ لوبه ډيره په زړه پورې ده او د لوبې پايلې بيلابيلو حالاتو کې د هيوادونو په ګټه تماميږي.
د افغانستان کرکټ لوبډلې په ياد نړيوال جام کې ګډون خپله يو برۍ ګڼل کيږي بل افغانستان لپاره يو ښه خبر دادی چې د کرکټ نړيوالې شورا اعلان وکړ چې د افغانستان په ګډون ځيني هيوادونه اوتوماتيک ډول سره راتلونکي نړيوال جام لپاره وړ يا (qualify) شول.
د کرکټ پوهان وايي، نن ورځ لوبه د نړيوال جام تر ټولو ليدونکی لوبه ده.
ښاغلي مطيع الله عابد نور له اس بي اس پښتو خپرونې سره مرکه کې ډيرې پوښتنې ځواب کړي چې کيدای شي تاسو لپاره هم په زړه پورې وي.
بشپړه مرکه واورئ.