که پر ارګ تور لګوونکي غلط ثابت شي زنداني کيږي

ARG- Office of the President of I.R of Afghanistan Source: ARG
د افغانستان په ارګ ماڼۍ کې له ښځو د کار په بدل کې د جنسي خواهشاتو وروستي راپورونه بیلابیل غبرګونونه راپارولي دي. د حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا د ناستې په پیل کې د دغې مسلې په جدي پلټنو ټینګار وکړ. دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په امنیتي چارو کې د ولسمشر غني پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي پخپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې د پارلماني ټاکنو یو شمېر ښځينه نوماندانې چې له۶۰۰ څخه کمې رایې وړي وې د ارګ له لوري د نامشروع اړیکو له مخې ولسي جرګې ته کامیابې شوې دي. حبیب الله احمدزي دغه شان ادعا کړې چې په ارګ کې ځیني کسان د فحشاو د خپرولو لپاره په سېستماتیک ډول کار کوي. تفصیل له ناجیې ساپۍ اورئ.
شریکول