پيښور ښار کې د نرښځو پر وړاندې تاوتريخوالی ډير شوی او تيرو ورځو کې دوه نرښځي وژل شوي او يو ټپي شوی.
پاکستان کې نرښځي تل د توپيري چلند ښکار دي او ټولنه کې يې ژوند له ګڼو کړاونو سره مخ دی.
نرښځي وايي، ددوی ژوند ډيره کې د خپلو کورنيو او هم ټولني وګړو لخوا له ستونزو سره مخ دی، دا خبرې داسې مهال کيږي چې په تيرو څو ورځو کې يو نرښځی خپل کورنۍ غړي لخوا ووژل شو او دوه نور بيا د نا معلومو کسانو بريد کې يو ټپي او بل ووژل شو.
پيښور کې د نرښځو ټولنې مشره ارزو خان وايي، نرښځو (خواجه سرا) ته کلکه سپارښتنه شوې ترڅو خپل کار دوران کې له احتياط څخه کار واخلي.
پيښور کې د مدني ټولنې غړی تيمور کمال وايي، ډيرو داسې پيښو کې د نرښځو ملګرو او يا نږدې کسانو لاس وي او د قرباني شوي نرښځي کورنۍ د پيسو اخيستلو وروسته له قاتل سره روغه جوړه کوي نو ځکه قاتلانو ته سزا نه ورکول کيږي.
د رپوټونو له مخه يوازې پيښور کې په تيرو ۵ کلونو کې له ۷۰ ډير نرښځي وژل شوي.
پيښور کې زمونږ همکار سلام ګل افريدي پدې اړه بشپړ رپوټ چمتو کړی چې تاسې يې دلته اوريدلی شئ.




