کله چې تاسو اسټرالیا ته ننوځئ نو لومړی د ګمرک د کنټرول له افسرانو سره مخ کېږئ. د اسټرالیا د سرحدي ځواک افسران په دروازه کې تل دې ته تیار وي او هڅه کوي چې منع شوي توکي هېواد ته داخل نه شي. د اسټرالیا قوي حیاتي خوندیتوب (biosecurity) زموږ د ځانګړي چاپېریال، اقتصاد او ټولنو د خونديتوب لپاره ټاکل شوی دی. مخکې له دې چې بکسونه مو وتړئ، دا مهمه ده پوه شئ چې کوم توکي له پولې تېرېدای شي او کوم نه او که د بایوسېکیورټي اصول له پامه وغورځول شي، څه پایلې لرلی شي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.





