د بېړنیو خدمتونو مخابراتي اداره وايي چې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ م کلونو ترمنځ په مالي کال کې، یواځې په وېکټوریا ایالت کې په یوه ورځ کې ۷۶۰۰ کسانو د بېړنیو خدمتونو شمېرې ته زنګ وهلی.
د نیو ساوت وېلز ایالت د پولیس لینک ( PoliceLink) څانګې مشره، کریسټي والټرز وايي، خلک کولای شي په عاجلو حالاتو کې صفر درې (۰۰۰) شمېرې ته او غېر عاجل حالاتو کې ۴۴۴ ۱۳۱ شمېرې ته په زنګ وهلو سره د بېړنیو خدمتونو پر شمېره فشار کم کړي.
هغه وايي، کله چې ستاسو غیر ضروري پوښتنو ته ځواب درکول کېږي، پدې معنی ده چې د هغو کسانو ټلیفون ته ځواب نشي ورکولی چې عاجلې مرستې ته اړتیا لري.

فرانس په سیډني ښار کې له بهر څخه نوې راغلې محصله ده. هغه وايي کله یې چې موټر خراب شوی وه، درې صفر (۰۰۰) شمېرې ته یې زنګ وهلی وه. مګر څو دقیقې وروسته دې خبرې ته متوجه شوې چې پدې حالت کې یې د بېړنیو خدمتونو شمېرې ته زنګ وهلو اړتیا نه درلوده.
صفر درې شمېرې ته له زنګ وهلو وروسته، هغوئ ورته ویلي چې د موټر د خرابیدو پرمهال باید د بیمې یا هم د موټر د انتقال خدمتونو ته زنګ ووهل شي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.



