افغان ژباړونکي ته له اوه کاله انتظار وروسته د اسټراليا ويزه ورکړل شوه

Ahmad

Ahmad is relieved to have been brought to Australia and wants the same for his former colleagues. Source: SBS News

استراليا له ۱۰۰۰ څخه ډيرو ژباړونکو او کورنيو غړو ته يې پناه ورکړې ولې اوس هم نا معلوم شمير پخواني کار کوونکي اسټراليا ته راتګ لپاره انتظار کې دي.


 کله چې اسټراليا افغانستان کې خپل پوځي ماموريت پای ته ورساوه نو هغه داخلي کارکوونکي يې شاته پريښودل کومو چې له دوی سره اوږه په اوږه کار کاوه.

دا داخلي کار کوونکي د استراليايي پوځيانو وتلو وروسته له ويرې سره مخ او ځينو يې ځانونه پټ کړل.

 شاوخوا ۱۰۰۰ ژباړونکي او د هغوی کورنۍ غړي اسټراليا ته راوړل شوي ولې اوس هم نا معلوم شمير د اسټراليا پوځ پخواني کار کوونکي په افغانستان کې دې ته په تمه دي ترڅو ورته اسټراليا پناه ورکړي.

په افغانستان کې روانې جګړې نه يوازې د سلګونو زرو افغانانو ژوند اخيستې بلکې ځينو بهرنيو ځواکونو ته يې هم مرګ ژوبله اړولې.

افغانستان کې روانې جګړې پر اسټراليايي ځواکونو او هغو افغانانو ناوړه اغيز شيندلې کومو چې له اسټراليايي ځواکونو سره يې افغانستان کې کار کړی.

۳۴ کلن احمد شاه شاهي له اسټراليايي ځواکونو سره يې شپږو کلونو لپاره کار کړی او د هغه دنده يو له خطر ډکو دندو څخه شميرل کيږي.

Ahmad Shah Shahi
Ahmad Shah Shahi worked as a Pashto interpreter and advisor on the frontline. Source: Supplied

ښاغلی شاهي اسټراليايي ځواکونو ته يې ژباړه کوله او هم يې ورته کلتوري سلا مشورې ورکولی.

د ښاغلي احمد شاه شاهي کيسې ته مو د اسټراليا ملي ټلويزيوني شبکې اس بي اس له لارې پوښښ ورکړ.

په کال ۲۰۱۲ کې اسټراليا اعلان وکړ، ټولو هغو افغان کار کوونکو ته پناه ورکوي کوم چې له خطر سره مخ دي.

له هغه وخت راهيسې له ۱۰۰۰ څخه ډيرو افغان کار کوونکو او کورنيو غړو ته يې اسټراليايي ويزې ورکړل شوي.

له اوه کال انتظار وروسته احمد شاه او کورنۍ ته يې د اسټراليا ويزه ورکړه شوه او اسټراليا ته راغلل.

تاسو ته مو د ښاغلي شاهي بشپړه کيسه او د پخواني اسټراليايي پوځي خبرې او د اسټراليا دفاع وزارت دريځ دا ټول پدې رپوټ کې ځای کړي چې تاسې يې دلته اوريدلی شئ.

 

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now