د نړۍ په ۱۰ غوره ښارونو کې درې آسټرالیايي ښارونه؛ په دې ښارونو کې مېشت پښتانه څه وايي؟

Sydney, Melboune and Adelaide.png

Credit: GettyImages / SBS News

د ژوند لپاره د نړۍ د لسو غوره ښارونو په لېست کې د آسټرالیا درې ښارونه شامل دي.


د اس بي اس پښتو راپورونه او مرکې دلته اورېدلی شئ.

د ډنمارک پلازمېنه کوپنهاګن په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ په کچه د ژوند لپاره تر ټولو غوره ښار بلل شوی دی.

په تیرو دریو کلونو کې د اتریش ویانا ښار د ژوند لپاره تر ټولو غوره ښار بلل کېده.

دا سروې د اکانومېسټ انټلجنس یونټ ( Economist Intelligence Unit) لخوا ترسره شوې. دغې ادارې د نړۍ په ۱۷۳ ښارونو کې ثبات، تعلیمي اسانتیاوو او روغتیایي خدمتونو ته کتنه کړې ده.

د ژوند لپاره د نړۍ د غوره ښارونو د لېست په سر کې سږکال د آسټرالیا د دریو ښارونو نومونه راغلي دي.

ملبورن څلورم، سېدڼي شپږم او اډېلېډ نهم ځای خپل کړی دی.

د ۲۰۲۵ کال د سروې له مخې لاندې ۱۰ ښارونه د ژوند لپاره د نړۍ ترټولو غوره ښاورنه دي.

۱- کوپنهاګن

۲- ویانا

۳ - زیوریخ

۴- ملبورن

۵- جنیوا

۶ - سېډني

۷ - اوساکا

۸ - اکلنډ

۹ - اډېلېډ

۱۰- وینکور

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now