تېر کال شاوخوا ۲۰۰۰ افغانانو د استرالیا تابعیت ترلاسه کړی دی

Australian Citizenship

Source: SBS

د استرالیا تابعیت لپاره سپارل شوي غوښتنلیکونه اوس تر پخوا په کم وخت کې ارزول کېږي


هر کال زرګونه کډوال د استرالیا د تابعیت ترلاسه کولو لپاره خپل غوښتنلیکونه د کورنیو چارو وزارت ته سپاري خو له دې ډلې څخه د ۷۵ سلنه کسانو غوښتنلیکونه په ۱۸ میاشتو کې ارزول کیږي.

په تېر مالي کال کې نېږدې ۲۰۰ زره کسانو د استرالیا تابعیت ترلاسه کړی او له ۲۰۰ زره څخه زیات کسان اوس هم د انتظار په حال کې دي.

د استرالیا د کورنیو چارو وزارت مسولین وايي چې په تېر یوه کال کې د شاوخوا ۲ زره افغانانو غوښتنلیکونه ارزول شوي او د استرالیا تابعیت ورکړل شوی دی.

د یادولو وړ ده چې له ۱۹۴۹ کال را پدېخو له ۵ میلیونو څخه زیاتو کسانو د استرالیا تابعیت ترلاسه کړی او اوسمهال د استرالیا له ۲۵ سلنه څخه زیات اوسېدونکي داسې کسان دي چې له استرالیا څخه بهر په نورو هېوادونو کې پیدا شوي دي.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now