Qabayel-Abdul Rauf Zazai Source: Qabayel-Abdul Rauf Zazaiد ډيورنډ کرښې دواړو خواو ته پرتو پښتنو پر دغه پوله د هر قسمه تاسيساتو جوړېدو مخالفت وکړ او له نړیوالې ټولنې يې وغوښتل، چې له قبايلي سيمو د ترهګرۍ په ورکېدو کې مرسته وکړي.په دغه کرښه پراته د شينوارو، اپريدو، مومندو، مامندو، سالارزو، مشواڼو، خوږياڼو، وزيرو، منګلو، مسودو او ځاځيو لويو قومونو شاخوا ۳۰۰ قومي مخورو په جلال اباد ښار کې د سولې او ورورولۍ په نامه د قبايلي جرګې پرمهال دا غوښتنه وکړه.په دغه قبايلي جرګه کې چې د ننګرهار د قبايلو په رياست کې جوړه شوې وه، د دواړو خواوو مشرانو پاکستان تورن کړ، چې د سيمې د دواړو خواوو پښتنو د ځپلو او په دغه سيمه د ترهګرۍ د تپلو لپاره يې هلې ځلې کړې دي.دوی نيوکه کوله، پاکستان په لر او بر پښتنو کې شاوخوا ۸۰۰۰ زره هغه قومي مخور ترور کړي، چې د ډيورنډ خط نه منلو غږ يې پورته کړی دی.عبدالروف ځاځی رپوټ لري چې تاسې يې دلته اوريدلی شئ.
خپور شوی په
اپډیټ شوی په
By Abdul Rauf Zazai, Abdullah Alikhil
سرچینه: SBS
Skip to podcast episode contentShare this with family and friends
د ډيورنډ کرښې دواړو خواو ته پرتو پښتنو پر دغه پوله د هر قسمه تاسيساتو جوړېدو مخالفت وکړ او له نړیوالې ټولنې يې وغوښتل، چې له قبايلي سيمو د ترهګرۍ په ورکېدو کې مرسته وکړي.په دغه کرښه پراته د شينوارو، اپريدو، مومندو، مامندو، سالارزو، مشواڼو، خوږياڼو، وزيرو، منګلو، مسودو او ځاځيو لويو قومونو شاخوا ۳۰۰ قومي مخورو په جلال اباد ښار کې د سولې او ورورولۍ په نامه د قبايلي جرګې پرمهال دا غوښتنه وکړه.په دغه قبايلي جرګه کې چې د ننګرهار د قبايلو په رياست کې جوړه شوې وه، د دواړو خواوو مشرانو پاکستان تورن کړ، چې د سيمې د دواړو خواوو پښتنو د ځپلو او په دغه سيمه د ترهګرۍ د تپلو لپاره يې هلې ځلې کړې دي.دوی نيوکه کوله، پاکستان په لر او بر پښتنو کې شاوخوا ۸۰۰۰ زره هغه قومي مخور ترور کړي، چې د ډيورنډ خط نه منلو غږ يې پورته کړی دی.عبدالروف ځاځی رپوټ لري چې تاسې يې دلته اوريدلی شئ.