قومي مشران د نشه يي توکو ضد مبارزه کې رغنده رول لوبولی شي
AAP Image-AP Photos-Allauddin Khan Source: AAP Image-AP Photos-Allauddin Khan
د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت وايي، د کوکنارو کښت او د مخدرو موادو تولید او قاچاق پر یوه جدي ستونزه بدله شوې او د مخنیوي لپاره یې په تېرو کلونو کې شوي کارونه کافي نه ýدي.یاد وزارت د سرحدونو چارو وزارت او د افغانستان د بدني روزنې ریاست سره د همکارۍ یو تفاهم ýلیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې ټول هیوادوال له نشه یي توکو سره په مبارزه کې ونډه اخلي. د چارواکو په خبره د افغانستان قومي جوړښتونو ته په کتو قومي مشران او مخور کولای شي په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي. بلýخوا په افغانستان کې په مخدره موادو د روږدو کسانو شمېر هم ورځ تر بلې زیاتېږي.د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر عبدالغفور لیوال هم ټینګار کوي چې قومي مخور په دې برخه کې مهم رول لوبولی شي او زیاتوي چې دا ډول ملي ستونزې تل د قومي مشرانو په مرسته د جرګو مرکو له لارې حل کړې دي. نوموړی ژمنه کوي چې د خپل وزارت له لوري به د نشه یي توکو په له منځه وړلو خپلې ټولې هڅې وکړي.د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر عبدالغفور لېوال مافیايي او تروریستي کړۍ د قومونو پر وړاندې ستر ګواښ بولي وايي چې په وروستیو کې د قومي مشرانو او مخورو ځای هغه کړیو نیولی چې په یو ډول سره د کوکنارو په کښت او مخدرو موادو په تولید او قاچاق کې ښکیل دي.ښاغلی لېوال وايي، له نورو اړوندو ادارو سره به په ګډه قومونه دې ته وهڅوي چې په خپلو سیمو کې د کوکنارو د کښت او د مخدرو موادو د تولید او قاچاقو مخه ونیسي.غفور لیوال نشه يي توکو د هیواد د سرحدونو لپاره هم ګواښ بولي او زیاتوي چې د نشه یي توکو مافیا یو له هغو لاملونو څخه دی چې د افغانستان د سرحدونو ټینګښت ته زیان رسوي.لیوال ډاډه دی چې قومي مشران به په دغه مبارزه کې رغنده ونډه ولري او په ګډه به په دې برخه کې لاس په کار شي.په ورته وخت کې د بدني روزنې ریاست هم ډاډ ورکړ چې د ځوانانو د عامه پوهاوي برخه کې به هڅې کوي او ځوانان به د مخدره موادو پر ځای ورزش ته وهڅوي.د ?íáæãÇ? په نوم د یوې بهرنۍ نشریې د یوه راپور پر بنسټ په افغانستان کې د درې میلیاردو ډالرو په ارزښت مخدرو مواد شته او تر نهه میلیونه زیات افغانان چې د دې هېواد د نفوس تقریباً ۱۲۲ سلنه جوړوي، په یو ډول په دې کاروبار کې شامل دي.
شریکول


