د قبایلي سیمو د قانون بدلون او هم يادې سيمې له خيبر پښتونخوا سره يوزای کولو هلې ځلې روانې دي او دې لړ کې بيلابيلې جرګې هم پر مخ اچول شوي.د قبايلو ښځو ځيني استازي وايي چې حکومت او هم ځايي قبايلو مشران ددوی حقونه تر پښو لاندې کوي او ياد تاريخي بدلون برخه کې ښځو ته هيڅ حق ندی ورکړل شوی.يادې ښځي وايي چې پدې وروستيو کې جګړو او نورو نا خوالو دوی ته ډير تاوان ورپه برخه کړی او وايي چې ددوی حالت او حقونو ته دې خاص پام وشي.د قبايلو ښځو د ټولنو استازو او فعالانو خبرې دلته اوريدلی شئ.
شریکول




