روسي چارواکو سره د ډونالډ ټرمپ استخباراتي معلوماتو شريکول ولې اسټراليا انديښمن کړی؟

President Donald Trump meeting with Russian Foreign Minister Sergey Lavrov in the Oval Office of the White House in Washington.

President Donald Trump meeting with Russian Foreign Minister Sergey Lavrov in the Oval Office of the White House in Washington. Source: President Donald Trump meeting with Russian Foreign Minister Sergey Lavrov in the Oval Office of the White House in Washington.

د ډونالډ ټرمپ لخوا روسيي چارواکو سره استخباراتي معلوماتو شريکول امريکا سر بيره د نړۍ نورو هيوادو انديښنې ډيرې کړي په ځانګړي ډول هغه هيوادونه کوم چې اتحاد په ډول سوريه کې له دايش ډلې سره جنګيږي.يادو ايتلافي هيوادو کې اسټراليا هم راځي او دلته اسټراليا کې دا انديښنې ډيرې شوي چې که ډونالډ ټرمپ د دوی استخباراتي ملګرو راز افشا کړی وي نو دا به اسټراليا او هم نور ملګري هيوادونه له خطر سره مخ کړي. د امريکا رسنيو رپوټو له مخه ويل شوي چې د روسيه بهرنيو چارو وزير امريکا ته سفر دوران کې ولسمشر ټرمپ له روسي چارواکي سره ډير محرمه استخباراتي معلومات شريک کړي.ياد معلومات دايش ډلې په اړه ول ولې يوې معتبرې استخباراتي ډلې همدا پټ معلومات له امريکا سره شريک کړي ول چې بيا ولسمشر ټرمپ ياد راز افشا کړ.دې کار د استخباراتي ادارو ترمينځ انديښنې او بې باورې زياته کړې په ځانګړي ډول هغه پټې کړۍ کوم چې امريکا ته معلومات ورکوي. دا خبر له هغه وروسته کيږي چې د اسرايلو لخوا همدا پټ معلومات امريکا ته ورکړل شوي چې بيا وروسته ډونالډ ټرمپ له روسيې سره شريک کړل.داسې هم ويل کيږي چې دا پټ معلومات داسې وخت کې شريک شوي چې حتی د امريکا ملګري هيوادو استخبارات هم پر ياد راز خبر نه ول او ورسره نه وه شريک شوي. د امريکا په مشری د ۵ هيوادو ګډ يو استخباراتي ايتلاف جوړ شوې کوم چې دايش ډلې سره سوريه کې جنګيږي.ياد ايتلاف کې امريکا، کاناډا، انګلستان،نيو زيلانډ او اسټراليا شامله دي او ورته د ۵ سترګو ايتلاف وايي.يادې موضوع په اړه نور معلومات په تيار شوي رپوټ کې واورئ.



شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service