Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

ملګري ملتونه: د نړۍ راتلونکی د انديښنې وړ دی

United Nations Secretary-General Antonio Guterres during a press conference ahead of this year's General Assembly of the United Nations

United Nations Secretary-General Antonio Guterres during a press conference ahead of this year's General Assembly of the United Nations Source: EPA

ملګري ملتونه په نړۍ کې د کړکيچونو ډيريدو په اړه ژوره انديښنه ښايي او تر څنګ يې خبرداری هم ورکوي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Nicola Canning, Allan Lee

وړاندې کوونکی Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


ملګري ملتونه په نړۍ کې د کړکيچونو ډيريدو په اړه ژوره انديښنه ښايي او تر څنګ يې خبرداری هم ورکوي.


د ملګرو ملتونو سر منشي انتونيو ګوتيريس وايي، د هوا بدلون له مسلې نيولې تر سوريې، يمن، او ليبيا جګړو پورې او بيا اوس د امريکا لخوا مينځني ختيځ ته د سولې پلان دا ټول هغه مسايل دي چې ټوله نړۍ کې يې نارامي رامينځته کړې او دا نړيوال کړکيچ لا په ډيريدو دی.

د انتونيو ګوتيريس په وينا په نړۍ کې شته ستونزې لا نورو ستونزو ته لار هوارولې شي چې دا ټول د انديښنې وړ ده.

ښاغلي هغو هيوادو باندې هم نيوکې وکړې کوم چې تيره مياشت برلين کې سره راټول شوي ول او د ليبيا هيواد سولې په اړه يې خبرې وکړې.

ښاغلی وايي ياد هيوادونه ملګري ملتونه له پامه غورځوي او هم ليبيا په اړه چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا کوم تړون تصويب کړی له هغې سر غړونه کوي.

ښاغلي ګورتيريس د امريکا پر ولسمشر هم نيوکې وکړې او ووي،د مينځني ختيځ لپاره چې کوم پلان ډونالډ ټرمپ وړاندې کړی هغه مناسب ندی او سيمه کې ستونزې رامينځته کولی شي.

داچې ملګري ملتونه ولې د نړۍ راتلونکی د انديښنې وړ بولي، بشپړ رپوټ واورئ.

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now