Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

په آسټرالیا کې له یو میلیون څخه زیات کسان بېکاره دي

Getty Images/lunavandoorne

د آسټرالیا د احصايې ادارې آمار ښيي چې تېره میاشت ۱۱۴ زره کسانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.


خپور شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د آسټرالیا د احصايې ادارې آمار ښيي چې تېره میاشت ۱۱۴ زره کسانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.


د آسټرالیا د احصايې ادارې لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې اوسمهال په آسټرالیا کې له یو میلیون څخه زیات کسان بې کاره دي او د بېکارۍ کچه ۷.۵ میلیونه ته پورته شوې ده.

د آسټرالیا چاروکي وايي چې له پخوا پوهېدل چې د کرونا وېروس د محدودیتونو له امله به دبېکارۍ کچه لوړه شي.

خپاره شوي راپورونه ښيي چې دا په تېرو ۴۲ کلونو کې لومړۍ ځل دی چې د بېکارۍ کچه ۷.۵ سلنه ته پورته کېږي.

د آسټرالیا د احصایې ادارې لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې یواځې تېره میاشت ( جولای) شاوخوا ۱۱۴ زره  آسټرالیایانو خپل کارونه له لاسه ورکړي او د هرې ورځې په تېرېدلو سره د بېکاره کسانو په شمېر کې زیاتوالی راځي.

د آسټرالیا مرکزي بانک وړاندوینه کوي چې د روان کال تر پایه به د بېکارۍ کچه په آسټرالیا کې ۱۰ سلنه ته پورته شي.

پدې اړه لا ډېر جزیات په رپوټ کې اوریدلی شئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now