مهم ټکي
- په افغانستان کې د یونیسکو مشرې پاتریشا مک فیلیپس په کابل کې د لیک لوست نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه غونډه کې وویل چې میلیونونه افغانان په ځانګړې توګه انجونې او ښځې له لیک لوسته بې برخې دي او یا هم ښوونځیو ته نه ځي.
- ملګرو ملتونو تېره اوونۍ اغلې روزا او تمبایووا د افغانستان لپاره د یوناما د مشرې او خپله استازې په توګه وټاکله. اغلې روزا چې ۷۲ کاله عمر لري له ۲۰۱۰ نه نیولې تر ۲۰۱۱ کال پورې د قرغزستان ولسمشره پاتې شوې او له هغه وروسته يې د وزراتونو او بیلابیلو دیپلوماټیکو پوسټونو په ګډون بیلابېلې دندې تر سره کړې دي.
- تېره اوونۍ کابل کې د روسيې سفارت مخې ته چاودنه وشوو. دغه چاودنه چې د کابل پر ځاي وخت د یکشنبې سهار ۱۱ بجې وشوو له امله د دو روسي ډیپلوماټانو په ګډون ۶ تنه ووژل شول او له لسو زیاټ ټپیان شول.
- طالبانو یو ځل بیا په امریکا غږ وکوو چې د افغانستان پر هوايي حریم دې له تېرې کولو لاس واخلي.
- د بشري حقونو ۲۲ بیلابیلو مدافع سازمونونو او بنسټونو تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په یو پرانیستي لیک کې وغوښتل، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو لپاره د یوه لوی ټیم د استولو پرېکړه وکړي.



