د اسټراليا سيدني ښار کې د افغان اسټراليايي ځوانانو ټولنې د امريکا قنسلګرۍ په مرسته د سپورتي لوبو ورځ جوړه کړه.
دا لومړی ځل وه چې د امريکا قنسلګرۍ په مرسته يوه داسې سپورتي او تفريحي محفل پر مخ واچول شو.
دا غونډه د يکشنبې په ورځ د روانې مياشتې په لسمه نيټه د اسټراليا سيدني ښار کې پر مخ واچول شوه چې ګڼ شمير افغانانو په کې کډون وکړ.
د ځينو ګډونوالو په وينا، د داسې سپورتي او ټولنيزو ورځو جوړول نه يوازې له دوی سره مرسته کوي ترڅو له يو بل سره نږدې شي بلکې د هغوی اولادونو لپاره هم داسې ورځې ډيرې ګټورې وي او ماشومان يې کولی شي ترڅو د خپل کلتور او خلکو سره اشنا او نږدې شي.
اس بي اس پښتو خپرونې هم په يادې غونډې کې ګډون کړی وه او د افغان اسټراليايي ځوانانو د ټولنې مشر ترڅنګ د ځينو ګډونوالو غږونه مو هم راخيستې چې دا ټول پدې تيار شوي رپوټ کې اوريدلی شئ.





