د امریکايي بې پیلوټه الوتکو له لوري د افغانستان هوايي حریم نقض اندیښنې راپارولي دي

هواپیماهای بدون سرنشین ترایتون

هواپیماهای بدون سرنشین ترایتون Source: AAP

په دې وروستیو کې د افغانستان په هوايي حریم کې وخت ناوخت د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د الوتنو راپورونه ورکول کیږي چې اند طالبانو هم پرې اندېښنه ښودلې.


امریکا په دې وروستیو کې د تیر جولای په ۳۱مه د کابل ښار په شېرپور سېمه کې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې په نښه او واوژه.

تر دې برید وروسته اوس د یو شمېر سیمه ییزو رسنی له لوري د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې ډول کابل، غزني او کندهار کې پر فضا د بې پیلوټه الوتکو د ګرځېدو راګرځېدو راپورونه ورکول کیږي.

دې برید او راپورونو یو شمېر افغانان هم اندېښمن کړي، چې د ډرون الوتکو د هوايي بریدونو تېرې ډارونکي ورځې، يې پرې بیا رانشي.

خو بنسټیزه پوښتنه دا ده چې په دې وروستیو کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو ډیریدل او وخت ناوخت يې ګرځېدو چې اند د طالبانو سرپرست حکومت يې هم د درېدو غوښتنه کوي د څه شي ښکارندوي کوي.

د پوځي چارو یو شمېر شنونکي وايی چې د افغانستان په هوايي حریم کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو له کرځیدو او حملو موخه دا ده چې په دغه هېواد کې د القاعده او نورو ترهګرو ډلې غړي په نښه کړي او د دوی د انسجام مخه ونیسي.

دوی همدارز وویل چې امریکا غواړي پر طالبانو نظامي فشار راوړي تر څو دا ډله دې ته اړ کړي چې د دوحې تړون په بشپړه توګه عملي کړي.

Vic

سره له دې چې طالبانو په وار وار له القاعده ډلې سره د اړیکو پاللو تورونه رد کړي دي، خو د چارو شنونکي وايي، دا ډله باید نړۍ ته ثابته کړې چې له القاعده شبکې سره يې اړیکې پرې کړي دي.

دوی په دې باور دي چې امریکا همدې موضوع په کتو د افغانستان په هوايي حریم کې د خپلو بې پيلوټه الوتکو ګرځېدل او حملې ډیر کړي تر څو د القاعده ډلې غړي په نښه کړي.

Vic

که څه تر اوسه دا نه ده په ډاکه شوې چې امریکايي بې پیلوټه الوتکې د کوم هېواد له فضا څخه په استفادې د افغانستان هوايي حرایم ته دننه کیږي او خپلې موخې تعقیبوي.

خو د چارو یو شمېر کتونکي په دې باور دي چې ښايې پاکستان، قطر او یا هم ځینې عربي هيوادونه دې خپله خاوره کې امریکا ته هوايي اډې ورکړې وي چې د افغانستان هوايي حریم ته دننه شي او خپلې موخې تعقیب کړي.

دوی د افغانستان له کاونډیو هېوادونو په تېره له پاکستان څخه غواړي چې له دې کار څخه لاس واخلي ځکه دا د ټولو نړیوالو او بین المللي قوانیو خلاف کار دی.

Vic

امریکا د افغانستان پر فضا وخت ناوخت د خپلو بې پیلوټه الوتنو په اړه تازه څه نه دي ویلي خو په تېر کې په ډاګه کړې چې که څه هم له افغانستانه وتلي خو د اړتیا په صورت کې به هلته د ترهګرۍ ضد عمل کوي.

د افغانستان په هوايي حریم کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو او ګرځیدو سره سم ویل کیږي، د طالب مشرانو اندیښنې هم مخ په زیاتیدو دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو د سرپرست حکومت نظر له ځانه سره ولرو، خو تر انتظار وروسته هم د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د دې راپور تر خپرېدو زمونږ پوښتنې ځواب نه کړې، خو د طالبانو د دفاع وزیر څه موده وړاندې دې مسلې ته په اندیښنې سره پر پاکستان نېوکه کړې چې پر افغان خاوره برید کوونکي بې پیلوټه الوتکې د پاکستان له حریم څخه تیریږي.

Vic

په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو د کرځېدو او بریدونو په اړه اندیښنې داسې مهال دي چې د امریکا لخوا په کابل کې د القاعده ډلې د مشر د وژلو پر اعلان شاوخوا یومیاشت اوړې خو د طالبانو سرپرست حکومت وايي په دې اړه لاهم څیړنې کوي چې په دغه برید کې ریښتیا هم هغه وژل شوی دی او که نه.

اخوا پخپله القاعده ډلې هم د خپل مشر د مرګ خبر نه دی تایید کړی او نه يې هم د هغه د ځای ناستي په اړه څه ویلي دي.

 

 

 

 

 

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now