امریکا: د افغانستان له خاورې د ګواښ په صورت کې د دې توانايي لري چې عملیات تر سره کړي

Withdrawal of U.S. troops from Afghanistan

FILE - In this Nov. 30, 2017, file photo, American soldiers wait on the tarmac in Logar province, Afghanistan. Source: AP/APP

د افغانستان د تيرې يوې اونۍ مهم خبرونه واورئ.


مهم ټکي


 

تېره اوونۍ د شنبې په ورځ داعش وسله والې ډلې ادعا وکړه چې د افغانستان د تخار ولایت له خواجه غار ولسوالۍ ي په تاجکستان کې ځیني نامشخص پوځي اهدافو بریدونو کړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانکړی استازې توماس نیکلسن ویلي، هېڅ داسې نښه نه لیدل کیږي چې وښيې طالبان به له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي کله پرانیزي.

له تیرې یوې اوونۍ راپدیخوا د افغانستان په پنجشیر, تخار او بغلان ولایتونوکې د طالبانو او مقاومت ډلې ترمنځ نښتې راونې دي، چې په دې نښتو کې د وسله والو او ولسي خلکو د وژلو ادعاوې شوې.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې ادارې په یو ګډ راپور کې ویلي چې د افغانستان نږدې ۲۰ میلیونه خلک له سختې لوږې سره مخ دي.

د امریکا د لوي درستیزانو کمیټې مشر ویلي، که امریکا احساس کړي چې د افغانستان له خاورې ورته ګواښ متوجه دی نو دوی د بریدونو وړتیا لري.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په افغانستان کې د بشري وضعیت په هکله غونډه وکړه.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now