مهم ټکي
- د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې اوونۍ د شنبې شپه په خپل اختریز پیفام کې له اسلامي نړۍ وغوښتل چې له وسله والو طالبانو سره استدالال وکړئ.
- تېره اوونۍ د بي بي سي د یوې څیړنې پایلې وښوده چې د بریتانیا ځانګړو هوايي ځواکونو(SAS) په افغانستان کې له شک څخه په ډکو حالاتو کې لږ تر لږ ۵۴ ملکي افغانان وژلي دي.
- ازبکستان به تر راتلونکو دو اوونیو پورې د افغانستان په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه وي، چې طالب چارواکي هم ورته بلل شوي.
- د نړیوال اقتصادي فورم راپور چې تېره اوونۍ خپور شوو افغانستان او پاکستان پکې د جنسیتي نا انډولۍ د نوملړ په سر کې راغلل.
- د کډوالۍ نړیوال سازمان تېره اوونۍ په خپل یو راپور کې وویل چې په افغانستان کې تېرو لسو کلونو کې نږدې شپږ میلیونه خلک بي ځایه شوي.



