له اسټراليا څخه باهر د پناه غوښتونکو کمپ مانوس ايلنډ کې به پناه غوښتونکي ۷۰ ميليونه ډالر ترلاسه کوي. دا په تاريخ کې د بشري حقونو حقوقي قضيې جريمې تر ټولو لويه بريا ګڼل کيږي.د اسټراليا ويکټوريا ايالت محکمې پريکړه وکړه چې اسټراليايي حکومت دې ياد توقيف ځای کې بندو پناه غوښتونکو ته ۷۰ ميليونه ډالر ورکړي. ولې لدې پريکړې څخه ټول خوښ ندي مونږ تاسو ددې تاريخي جريمې په اړه يو رپوټ چمتو کړی او غږونه مو راخيستي چې دلته يې اوريدلی شئ.
شریکول





