د ویکټوریا ایالت روغتیايي مسولین وايي چې په روان کال کې له ۱۰۰ څخه زیاتو کسانو په دغه ایالت کې د انفلونزا ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او په ریزش ناروغۍ د اخته کسانو شمېرې د زیاتېدو په حال کې دي.
رېزش یا زکام یوه پيژندل شوې ناروغي ده چې هر کال په میلیونهاوو کسان د نړۍ په بيلابيلو سیمو کې په دغې ناروغۍ اخته کيږي.دغه ناروغي ځينې وختونه د انسانانو د مرګ لامل هم ګرځي. د روان کال له پیل څخه تراوسه پورې په استرالیا کې له ۳۰۰ څخه زیاتو کسانو د ریزش یا زکام ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی چې ډیری د انفلونزا په ویروس اخته کسان وو..
شریکول





