۲۰۱۹ کال کې په اسټراليايي ويزو کې بدلون ډيري بهرنيان په ځانګړي ډول بهرني زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
د اسټراليا حکومت اوس هڅه کوي ترڅو لږ شمير بهرنيانو ته د اسټراليا دايمي ويزې ورکړي.
درې کاله وړاندې چې کله بهرنيو زده کوونکو اسټراليا کې زده کړې پيل کړې او داسې ګومان يې کاوه چې له فراغت وروسته به اسټراليا کې کار او د اسټراليا دايمي ويزه ترلاسه کوي ولې نوو بدلونو سره د ډيرو خوبونه له پوره کيدو لرې دي.
داچې ۲۰۱۹ کال کې د اسټراليا ويزو برخو کې کوم بدلونونه راغلل او دا به ۲۰۲۰ کال کې بهرنيانو لپاره څه معنی ولري، دا ټول مو تاسو ته پدې رپوټ کې ځای کړي.
بشپړ رپوټ واورئ.





