د روان کال پای کې په آسټراليا کې رايه ورکوونکي به د بومي اسټراليايانو پارلمان کې غږ شاملولو لپاره رايه ورکړي.
پدې ټول پوښتنه کې برخه اخيستل حتمي ده او که کوم دليل پرته څوک برخه وانخلي جريمه کيږي.
پارلمان کې د بومي اسټراليايانو غږ اصل کې د يوې کاري ډلې رامينځته کول دي کوم چې په هغو پريکړو کې نظر ورکوي کوم چې پر بومي اسټراليايانو مخامخ اغيز کوي.
بومي اسټراليايانو ته پارلمان کې غږ ورکولو لپاره بايد اساسي قانون کې بدلون راشي او په اساسي قانون کې هر ډول بدلون لپاره په ټول اسټراليا کې ټول پوښتنه ترسره کيږي.
له خلکو به دا پوښتنه کيږي چې ورته د هو يا نه ځواب ورکړي:
وړانديز شوی قانون: اساسي قانون کې بدلون راوستلو سره بومي اسټراليايانو پيژندل او د ابوريجينل او ټوريس سټريت الينډرز خلکو غږ رامينځته کول، آيا تاسو اساسي قانون کې دا بدلون تاييدوئ؟

د آسټرالیا بومي خلک هم يادې ټول پوښتنې برخه کې مختلف سیاسي نظرونه لري، ځینې یې د غږ لپاره وړاندیز سره موافق ندي. پدې کې مشهور ځایی سیاستوال شامل دي، او هغوی استدلال کوي چې پارلمان ته غږ به د بومي اسټراليايانو ناخوالو حل کولو لپاره کافي نه وي.
لکه څنګه چې ټولپوښتنه نږدې کیږي، د "هو" او "نه" کمپاینونه به د Voice لپاره او په مقابل کې دلیلونه وړاندې کړي، او د هیواد په ګوټ ګوټ کې به کورونو ته معلوماتي کتابچه واستول شي.
لا ډير معلومات بشپړ تيار شوي رپوټ کې واورئ.


