د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ د پراختیا په موخه د “ واخان ملي شل اوریز جام” تر نامه لاندې سیالۍ پیل کړې دي.
دا سیالۍ چې تېر کال د "قوش تیپې جام" په نوم ترسره شوې وې، سږ کال ورته د " واخان" نوم ورکړل شوی دی.
واخان یوه ستراتیژیکه سیمه ده چې افغانستان له چین سره نښلوي چې دا سیمه د اقتصادي، ستراتیژیک او کلتوري اړخه خورا ډیر ارزښت لري.
د واخان ملي شل اوریز جام سیالۍ چې د کندز ولایت په کوربتوب د څلورو لوبډلو ترمنځ پیل شوې، تمه ده چې د راتلوتکې جولای میاشتې تر ۷ مې نیټې داوم وکړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د یادو سیالیو په ترکیب کې يې د ملي لوبډلې د لوبغاړو ترڅنګ، هغه لوبغاړي پکې هم شامل دي چې په وروستیو لومړۍ درجه ولایتي سیالیو کې ښې لوبې کړې دي.
د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات اس بي اس پښتو ته وویل، ددې سیالیو موخه ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکول دي ترڅو له سینیر لوبغاړو زده کړه وکړي.
سادات زیاتوي، چې له واخان جام وروسته به د شپږیږې لیګ سیالۍ ترسره شي، او هغه لوبغاړي چې په واخان جام کې ښه وځلیږي، له همدې ځایه به شپږیږې ته غوره شي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.




