د طالبانو د دفاع وزارت وايي چې تېره شپه یې د کندهار په ښورابک، د خوست په ځاځي مېدان، د پکتیا په ډنډ پټان او د ننګرهار د لعلپورې په سیمو کې پر ډیورنډ کرښې د پاکستاني پوځیانو پر پوستوغچ اخيستونکي بریدونه ترسره کړي.
د طالبانو حکومت په دې نښتو کې پاکستاني ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې ادعا کړې ده او ویلي يې دي چې دغه پراخ انتقامي بریدونو يې د پاکستان د پرلاپسې هوايي بریدونو او ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اړولو په بدل کې ترسره کړي دي.
طالبانو په دې بریدونو کې د پاکستاني لوري د ځینو پوستو د نیولو خبره هم کړې ده.
تر دې وړاندې د مارچ په ۵مه د طالبانو دفاع وزارت ویلي وه چې د بلوچستان په کچلاغ سیمه کې د غزه بند په نوم د پاکستان د اف سي ځواکونو په عمومي قومندانۍ یې هوايي بریدونه کړي دي.
د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال ویاند رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې دغه عملیات يې د کندهار، ننګرهار، کونړ، نورستان، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په استقامت د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته ترسره کړي دي.
نوموړي ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې یې لسګونو پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
بلخوا د پاکستان د اطلاعاتو وزیرعطاالله تارړ ویلي چې طالبانو سره د دوی د جګړې له پیل راهیسې ۴۸۱ طالبان وژل شوي، ۶۹۶ ټپیان شوي او د طالبانو ۲۲۶ پوستې ویجاړې شوي او په افغانستان کې يې ۵۶ ځایونه په اغیزمن توګه د هوا له لارې په نښه کړي دي.
د پاکستان د لومړي وزیر ویاند مشرف زیدي بیا ویلي چې اسلام اباد له طالبانو سره د خبرو او مذکراتو لپاره کومه طرحه او پلان نلري.
نوموړي تینګار کړی چې له طالبانو سره د خبرو د پیل لپاره بنسټیز دلیل نشته.
د پاکستان د لومړي وزیر ویاند دغه خبر داسې مهال کوي چې ترکیې او روسیې بیا د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره د منځګړیتوب رول لپاره چمتووالی ښودلی دی.
اس بي اس پښتو د دواړو خواو ادعاوې په خپلواکه ډول نه شي تاییدولی.
اس بي اس پښتو د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد څخه پوښتنه کړې چې ایا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند لپاره کار روان ده یا هم تمه شته چې په نږدې راتلونکې کې به اوربند وشي؟
هغه په ځواب کې ویلي چې "د جنګ پیلونکی افغانستان نه دی، جنګ پاکستان پیل کړی او پاکستان دې په دې مورد ځواب ووايي."
هغه ويلي: "افغانستان د خپل هېواد نه د دفاع حق لري او دفاع ته به دوام ورکوي. دا چې کوم چا جنګ پیل کړی وي، بېرته درول یی هم د هغوی کار ده."
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان پر ډیورنډ کرښه د دواړو لوریو ترمنځ د مخ په زیاتېدونکي بشري اضطراری حالت په اړه خبرداری ورکړی دی.
دغه سازمان ويلي چې د روانو نښتو له امله نږدې ۶۶ زره کورنۍ بې ځایه شوي او د افغانستان په ختیځو او سوېل ختیځو سیمو کې د بشري مرستو مهم عملیات هم ورسره ګډوډ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاتوي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې جګړه د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې او بنسټیزو تاسیساتو د ویجاړېدو لامل شوې ده.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.



