د آسټرالیا د کډوالو چارو وزیر غواړي کډوال او سیلانیان ژر تر ژره آسټرالیا ته راشي

February 2020  - World famous Sydney Opera House and Harbour bridge at sunset. Blurred clouds and lights of landmarks reflect in blurred waters of Harbour. Sydney, New South Wales, Australia (Photo by Sergi Reboredo/Sipa USA)

February 2020 - World famous Sydney Opera House and Harbour bridge at sunset. Source: Sergi Reboredo/Sipa USA

شاوخوا یو کال وړاندې په آسټرالیا کې د کرونا وېروس پېښو له زیاتوالي سره، د دغه هېواد لومړي وزیر سکاټ موریسن اعلان وکړ چې د آسټرالیا پولې به د بهرنیو سیلانیانو پر مخ وتړي.


د ۲۰۲۰ کال د مارچ له ۲۰ نیټې څخه تر اوسه پورې کډوال او بهرني سیلانیان نشي کولای آسټرالیا ته سفر وکړي. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته دا لومړی ځل دی چې کډوال  آسټرالیا ته د سفر اجازه نلري.

د آسټرالیا د کډوالو چارو نوی وزیر الېکس هوک وايي، حکومت په پام کې لري ترڅو ژر تر ژره کډوالو او سیلانیانو ته د سفر اجازه ورکړي.

نوموړی په اصل کې د کډوالو له یوې کورنۍ سره تړاو لري او  په ډېر حساس وخت کې د آسټرالیا د کډوالو چارو وزیر په توګه ټاکل شوی دي.

ښاغلي الېکس هوک له اس بی اس شبکې سره په خبرو کې ویلي چې مونږ د د یوې داسې وبا په منځ کې یو چې په سلو کلونو کې یو ځل راځي او ټول په حکومت کې باخبره دي چې هر څومره کېدای شي انعطاف منونکي او ځواب ویونکي وه اوسېږي.

نوموړی زیاتوي چې  د حکومت غړي پدې فکر دي چې څرنګه ګولای شو د نړیوالې جي ډي پي‌ له ټېټوالي‌ وروسته  بېرته ښه والی راشي چې د کډوالۍ موضوع هم د دغو هڅو برخه ده.

بشپړ رپوټ واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now