مهم خبرونه:
- افغانستان ته د متحده عربي اماراتو د هوايي شرکت فلای دوبی د الوتنو بیا پیل کېدو لړۍ د ګڼو افغانانو له هرکلي سره مخ شوه.
- د ګالوپ څېرنېز بنسټ یوې نظر پوښتنې تېره اوونۍ وښوده چې افغان میرمني له زیاتو ستونزو سره مخ دي او ازادي يې محدوده شوې ده.
- د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ پخوانۍ سفیرې او فلم جوړونکې انجېلېنا جولي له پاکستان څخه د افغان کډوالو اخراج د بشري حقونو شاتګ وباله.
- د افغانستان لپاره د روسیې ځانکړي استازې ضمیر کابلوف تېره اوونۍ وویل، چې ملګري ملتونه یو ځل بیا د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو ستره غونډه جوړوي.
- د ماین اکشن ریوو په نوم سازمان تېره اوونۍ وویل، افغانستان د هغو درییو هېوادونو له ډلې دی چې ډېره ځمکه په ماینونو پوښل شوې ده.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.





